د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري سره ځانګړی‌مرکه

حبیب: که په‌پیل کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د عمده‌مسوولیتونو په‌هکله معلومات راکړئ؟

امیري: له دولتي، غیر دولتي، نړیوالو پروژو او قطارونو څخه ساتنه او د هغوي د امنیت ټینګول د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له عمده‌مسوولیتونو څخه شمیرل کیږي.

حبیب: په‌تیر کال کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت لاسته‌راوړنې څه‌ډول ارزوئ؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت چې په 26/5/1389نیټه د افغانستان‌اسلامي‌جمهوریت ولسمشر د (۶۲مې)ګڼې فرمان، همدارنګه په ۱۳۹۰/۵/۳۱ نیټه د وزیرانو شورا د (۱۹مې)ګڼې مصوبې د لومړۍ‌مادې او په ۱۳۹۰/۱۰/۲۹ نیټې د کورنیو چارو وزارت د (۰۴۱) تشکیلاتي‌امر او د ۱۳۹۰/۱۲/۱۷نیټه د (8078)شمیرې حکم پربنسټ د کورنیو چارو وزارت په‌چوکاټ کې رامنځته شوه؛ چې تردې مهاله توانیدلی ترڅو د عام‌المنفعه، دولتي، غیر دولتي او نړیوالو پروژو لکه د بریښنا د بندونو، سړکونو، معدنونو، نفت او ګازو، بانکونو، خصوصي او نړیوالو شرکتونو، او د غوڅ‌ملاتړ د اکمالاتي‌قطارونو امنیت ټینګ کړي او په‌خپلو اړوندو چارو کې زیاتې لاسته‌راوړنې لري.

حبیب: که د ټاپي‌پروژې په اړه معلومات راکړئ، کوم چې تمه کیده سږکال پیل او د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له‌خوا یې ساتنه وشي؛ په‌دې برخه کې کوم پلان تر لاس لاندې لرئ؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي‌ستراتیژۍ او انکشافي‌پروګرام سره‌سم د ټاپي‌پروژې د امنیت د ټینګښت په‌اړه خپل چمتووالی ښودلی؛ هرکله چې د دولت لوړ پوړي چارواکي وغواړي نو مونږ د خپل اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره په‌بشپړ ډول چمتوالی لرو.

حبیب: ایا په بحراني‌حالاتو کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه به له مخالفینو سره جګړه وکړي؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه د خپلې اړوندې‌سیمې د امنیت د ټینګولو په‌موخه د هیواد په‌ځینو سیمو کې (د قیصار- لامان حلقوي‌سړک، کجکي، مچلغو، کمال خان او سلما بندونه، د ګازو د پایپ‌لین پروژه) له مخالفینو سره په‌جګړه بوخت دي.

حبیب: که د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ساتونکو (ګاردانو) د ګمارنې او د یادو ساتونکو د ښوونې او روزنې د پروسې په هکله رڼا واچوئ؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په‌خپل جوړښت کې ښوونیز مرکز لري، په‌کوم کې چې تر ګمارنې مخکې ساتونکو (ګاردانو) ته د اړتیاوو او ستونزو په پام کې نیولو سره ښوونه او روزنه ورکول کیږي.

حبیب: که د کندز – بلخ حلقوي‌سړک په اړه که معلومات راکړئ؛ آیا د یادې‌پروژې د امنیت د تامینولو دنده هم د عامه‌ساتنې او منیتي‌تصدۍ معینیت په غاړه ده؟

امیري: شاوخوا څلورکاله پخوا د المان او افغانستان هیوادونو ترمینځ د ۱۲۰کیلو مترو په اوږدوالي د خلم – چهاردرې سړک د پخولو په‌موخه قرارداد ترسره شو، چې د یاد قرارداد له‌مخې د عامه‌ساتنې ځواکونه او ملي‌پولیس له یادې‌پروژې څخه ساتنه کوي.

حبیب: د قطارونو د لیږد بهیر څه‌ډول او په کومو ولایتونو کې ترسره کیږي؟

امیري: هغه ترانسپورټي‌شرکتونه چې غواړي مالونه د هیواد مختلفو ولایتونو ته ولیږدوي، له لیږد څخه مخکې په ټاکلي‌وخت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ له معینیت سره همغږي کیږي، چې په پایله کې قطارونه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سره په‌همغږۍ د هیواد ټولو ولایتونو ته لیږدول کیږي.

حبیب: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د هیواد د اقتصادي ودې په برخه کې څومره ګټور تمام شوی؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت چې په هیواد کې د بهرني‌کمپنیو بدیل دی او شاوخوا 15000تنه د یاد معینیت په‌چوکاټ کې هیواد ته چوپړ کوي، یاد شمیر کسان له‌همدې لارې خپلو کورنیو ته حلاله‌نفقه لاسته راوړي، چې له یوې‌خوا د بیکارۍ په له‌مینځه وړلو او له بلې‌خوا د هیواد د اقتصادي ودې په‌برخه کې ګټور تمام شوی دی.

حبیب: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د خپلو اړوندو چارو په پرمخ بیولو کې له نورو امنیتي ارګانونو سره څومره همغږي لري؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په ولایتونو کې د عامه‌ساتنې مدیریتونه لري، او د خپلو اړوندو سیمو د امنیت د ساتنې په‌پار د ولایتونو له امنیه‌قوماندانۍ، ملي‌امنیت او ملي‌اردو له مسوولینو سره بشپړ همغږي لري.

حبیب: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت مشتریان د یاد ارګان له چوپړتیاوو او قیمتونو څخه څومره خوښ دي؟

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په مناسبه‌بیه خپلو مشتریانو ته ډاډمن او مسلکي – امنیتي چوپړتیاوې وړاندې کوي او په‌دې توانیدلی، چې د خپلو مشتریانو رضایت ترلاسه کړي.

حبیب: په روان‌کال کې څه پلانونه ترلاس‌لاندې لرئ؟

امیري: په روان‌کال کې لاندې پلانونه تر لاس‌لاندې دي:

  • د ټاپي‌پروژې لپاره چمتووالی؛
  • د ګازو پایپ‌لین د پروژې (ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هندوستان) د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • د آقینه ـ شیرخان‌بندر د اوسپنې‌پټلۍ د پروژې د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • د ترکمنستان 500 ولټه بریښنا د پروژې د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • له کندز څخه بغلان ته د بریښنایي‌مزو د غزولو د پروژې د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • په فراه‌ولایت کې د بخش‌آباد بریښنا بند د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • د شیرخان‌بندر – کندز – بغلان – کابل – لغمان – ننګرهار په مسیر باندې د کاسا (1000) بریښنابند د ساتنې لپاره چمتووالی؛
  • په ننګرهار ولایت کې د کانال 500کسیزې محافظتي‌قطعې د جوړولو لپاره چمتووالی؛
  • په فراه‌ولایت کې د عربي‌اماراتو له‌خوا د کرنې، حیواناتو او الوتونکو د روزنې لپاره د 100کیسزې محافظتي‌قطعې جوړول.

حبیب: په‌پای کې هغو خصوصي‌شرکتونو او متشبثینو ته مو پیغام څه دی؛ کوم چې تر دې دمه د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ له معینیت سره قرارداد نه‌لري.

امیري: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت چې د خصوصي امنیتي کمپنیو بدیل او په هیواد کې د دولتي، غیر دولتي، نړیوالو پروژو او قطارونو د ساتنې او امنیت په‌موخه رامنځ‌ته شوی؛ په یادو برخو کې په‌مناسبه بیه، ډاډمن مسلکي – امنیتي چوپړتیاوې وړاندې کوي، باید ووایم چې د کورنیو او بهرنیو خصوصي شرکتونو امنیتي قرارداد له بل هر خصوصي امنیتي کمپنۍ سره غیرقانوني دي.