د کورنیو چارو وزارت د عامه‌‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال شاه‌زمان نوري د کندهار ولایت د قطارونو قطعې له امنیتي او د پرسونل له معیشتي وضعیت څخه څارنه وکړه او خپلو اړوندو ځواکونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د غوڅ‌ملاتړ ځواکونو د اکمالاتي قطارونو د لاخوندي امنیت د ټینګښت په‌پار له‌پخوا څخه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

له بلې‌خوا د کندهار ولایت د قطارونو د قطعې قوماندان ژمنه وکړه، چې د پام‌وړ سیمو ته د اکمالاتي توکو د خوندي لیږد په برخه کې به هیڅ ډول هڅه ونه‌سپموي او په میړانې سره به د دښمنانو پر وړاندې مبارزه وکړي.