د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال شاه‌زمان نوري په یو رسمي سفر زابل ولایت ته ولاړ او هلته یې د غوڅ ملاتړ د اکمالاتي قطارونو د خوندي امنیت د ټینګښت په موخه د محافظتي قطعې د جوړولو د څرنګوالي په موخه؛ د یاد ولایت له والي رحمت‌الله یارمل او د امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار سره خبرې وکړې.

ښاغلي نوري وویل چې په زابل کې دغه محافظتي قطعه، د زابل – کندهار او غزني – زابل پر لویه‌لاره د یادو کاروانو د لاخوندي امنیت د تامینولو په موخه جوړیږي.

د زابل والي او امنیه قوماندان دغه کار ګټور وبلله او زیاته یې کړه: د دغې محافظتي قطعې جوړیدل به د زابل ولایت او په ځانګړي توګه د صفریو لویې‌لارې د امنیت د ټینګښت به برخه کې ګټور تمام شي؛ د زابل ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو هم د یادې قطعې د جوړیدو او ملاتړ په برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.