د مچلغو بند د امنیت لا خوندیتوب په موخه لیدنه ترسره شوه

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د دولتي پروژو د ساتنې ریاست سرپرست مل‌پاسوال محمد ایاس اکبري، په‌داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د قطارونو د قطعې قوماندان سمونوال سیدمقصود پادشاه او ورسره پلاوي یې ملتیا کوله؛ د مچلغو بند د امنیت تامینولو د څرنګوالي په اړه د یاد ولایت له مرستیال عبدالولي سهي سره لیدنه وکړه.

ښاغلي اکبري د مچلغو بند امنیتي وضعیت په اړه تر مالوماتو ورکولو وروسته، د یاد بند د لاخوندي امنیت د ټینګښت په‌پار د مچلغو له اړوندو سیمو څخه د محافظتي ځواکونو د استخدام او جلبولو خبره وکړه.

ښاغلي سهي مچلغو بند د هیواد له مهمو پروژو او د هغه رغونه د پکتیا ولسونو له غوښتنو څخه وګڼله او زیاته یې کړه: د مچلغو بند د امنیت د ټینګولو په برخه کې به د عامه‌ساتنې له ځواکونو څخه خپل هیڅ ډول هڅه او هاند و نه‌سپموم.