د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست پنځوس تنه ساتونکو، د یاد ریاست له ښوونیز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست پنځوس تنه ساتونکو، د یاد ریاست له ښوونیز مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د ښوونیز او روزنیز مرکز د یوشپیتمې دورې په فراغت غونډه کې، د یاد ریاست پنځوس تنه ساتونکي د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د ښوونیز مرکز قوماندان لومړی‌څارن محمدعابد ملکزاده وویل:

دغه ځواکونه په ښه‌توګه مسلکي او نظامي زده‌کړې ترلاسه کړي او د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د هراړخیزو مرستو او هڅو پرمټ، به د یاد ریاست د ځواکونو د لامسلکي‌توب او پیاوړتیا په‌پار دغه ښوونیز بهیر دوام ولري.

ورپسې د عامه‌ساتنې او امنيتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست سرپرست سمونوال محمدامین احمدزي د امنیتي‌ځواکونو له میړانې او قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه:

د پولیسو په اصولو کې د مسلکي زده‌کړو ترلاسه کول یو بنسټیز رکن بلل کیږي؛ امنیتي‌ منسوبین د نظامي زده‌کړو پرمټ کولای شي د دښمن پروړاندې له محاربوي تکتیکونوڅخه په ښه‌توګه ګټنه وکړي.

2018-12-17T07:22:39+00:00