د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرستې نرګس نهان سره؛ په هیواد کې د کانونو د لا خوندي امنیت د ټینګښت په موخه لیدنه ترسره کړه.
په‌دغه لیدنه کې دواړو لوریو د عینک د مسو کان، د شبرغان د ګازو پایپ لیکې، د افغان تاجیک او امو سیند د نفتي حوزو د امنیتي ځواکونو د لا تجهیزولو او ځینو نورو موضوع‌ګانو خبرې وکړې او د کار د لا ښه‌والي په‌پار اړینې پریکړې ونیول شوې؛ دا په‌داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ هم یادو مسوولینو د ځینو پروژو د امنیتي وضعې د لا ښه‌والي په پار ناسته ترسره کړې وه.