د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د نويګمارل شوي مالي او سوداګریز مرستیال او یو شمیر رئیسانو د پیژندنې غونډه، چې د یاد ریاست لوی‌رئیس قیس باوري، د کورنیو چارو وزارت پیژندوال نعمت‌الله حیدري او د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د ځینو نورو ادارو رئیسانو په‌کې ګډوون درلود، ترسره شوه.

د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جموریت د لوړ مقام په منظورۍ هر یو: سهیل‌احمد عزیزي په لومړي بست کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د مالي او سوداګریز مرستیال، سمونوال عبیدالله نورزی د پاسوالۍ په بست کې د عملیاتي رئیس، مل‌پاسوال محمدایاس اکبري د غیر دولتي پروژو د ساتنې رئیس، سمونوال سید نصرت‌الله آزاده د دولتي پروژو د ساتنې رئیس او سمونوال محمدامین احمدزی د نړیوالو پروژو د ساتنې رئیس په‌توګه ور وپیژندل شول.