د عامه‌ ساتنې ملي‌ تصدۍ عملیاتي رئیس سمونوال عبیدالله نورزی، د یاد ریاست د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندانۍ له ښوونیز، معیشتي او امنیتي وضعیت څخه لیدنه وکړه دا په‌داسې حال کې ده چې ښاغلي نورزي څو اوونۍ وړاندې هم د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د ښوونیز او روزنیز قوماندانۍ له بیلابیلو برخو څخه لیدنه کړې وه او د یاد مرکز مسوولینو ته یې د اړوندو چارو د لا ښه‌والي په‌پار لازمې سپارښتنې کړې وې؛

په همدې پار نوموړي د تیرې لیدنې په تعقیب یاد مرکز ته ولاړ او هلته یې د یاد مرکز له مسوولینو، استادانو او د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له هغو ځواکونو سره لیدنه وکړه، کوم چې د زده‌کړې په حال کې دي.

ښاغلي نورزي په بیلابیلو برخو کې د یاد مرکز د مسوولینو، استادانو او مداومینو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې واوریدې او نوموړو ته یې د چارو د لا ښه‌والي په‌پار اړینې سپارښتنې وکړې.