حبیب: که په پیل کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د امنیتي چوپړتیاوو په اړه خپل‌اند له درنو لوستونکو سره شریک کړئ؟

افغان: کلونه کیږي چې په نوي‌کابل‌بانک کې دنده تر سره کوم، پخوا خصوصي‌کمپنیو له یاد بانک څخه ساتنه کوله، چې هغه مهال ډیرې نیمګړتیاوې موجودې وې، کله چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت رامینځته شو او د بانکونو د ساتنې دنده ورته وسپارل شوه، د خدایج په مرسته ستونزې له مینځه لاړې او مونږ په ډاډه زړه خپل ورځني‌کارونه ترسره کوو.

حبیب: دا چې پخوا خصوصي‌کمپنیو له بانکونو څخه ساتنه کوله او اوس دغه‌چاره د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ترسره کوي؛ ایا د امنیتي‌چوپړتاوو د وړاندې کولو په برخه کې د دغو ارګانونو ترمینځ کوم توپیر وینئ؟

افغان: ډیر زیات توپیرونه موجودې دي؛ پخوا چې خصوصي‌کمپنیو له بانکونو څخه ساتنه کوله مونږ له ګڼو ستونزو سره مخ و، کومو کسانو چې له بانک څخه ساتنه کوله خپله کوم تضمین نه‌درلود، چې څوک دي او څنګه راغلي؟ حتا ځینې‌وخت د خصوصي‌کمپنیو عسکرو به بانکونو ته ستونزې راولاړولې، لکه په مزارشریف‌ښار کې یوه ډیره بده‌پیښه، چې د خصوصي‌کمپنۍ یو ساتونکی له خلکو سره لاس یو کړ، د خپلو شپږو همکارانو تر ووژنې وروسته؛ د بانک خزانه لوټ کړه، حال داچې اوس د دولتي تشکیل په لرلو سره امنیتي‌مسولین په مسلکي ډول، لوړ مورال او ځانګړې‌روحیې سره خپلې چارې ترسره کوي، چې له‌مخې یې په بانک کې یوه ډاډمنه او ارامه فضا رامینځته شوې ده.

حبیب: که د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ځواکونو په اړه خپل‌نظر له لوستونکو سره شریک کړئ؟

افغان: نوی‌کابل‌بانک د ختیځ‌زون په لرې‌پرتو سیمو (نورستان، کنړ، غني خیل، طورخم…) کې څانګې لري، چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه له هغو څخه ساتنه کوي، تر دې‌مهاله یې زمونږ ټولو اړوندو ستونزو ته په وخت سره، مثبت ځواب ویلې او مونږ ترې ډیر خوښ یو.

حبیب: د تجهیزاتو او مشتریانو سره د چلند له پلوه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ځواکونه څه ډول ارزوئ؟

افغان: د نوي‌کابل‌بانک او عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینت ترمینځ د شوي قرارداد سره‌سم په ختیځ‌زون کې د یاد بانک په ټولو څانګو کې بشپړ تجهیزات او تشکیلات موجود دي، له مشتریانو سره د چلند په اړه به داسې ووایم؛ چې زمونږ په هیواد کې ډیری‌خلک په بشپړ ډول له قانون سره آشنا نه‌دي او پرځان یې نه‌پلی کوي؛ د بیلګې په‌توګه د تلاشۍ په‌وخت کې د ځینو مشتریانو له لوري د نوبت نه‌مراعتول او یا ځینې نورې بې‌نزاکتۍ، خو له‌دې سره‌سره د یاد معینیت ځواکونه له هغوي سره مسلکي او نرم‌چلند کوي او بله داچې مونږ په ټولو چارو کې سره همغږي یو، که کومه ستونزه هم رامینځته شوې، نو په خپل وخت کې مو ستونزه هواره کړې‌ده، او په‌دې برخه کې هیڅ‌ډول ستونزه نه‌ده موجوده.

حبیب: که په پای کې کومه غوښتنه یا پیغام لرئ نو مهرباني وکړئ؟

افغان: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له مسوولینو څخه مننه کوم؛ چې خپل امنیتي‌ځواکونو ته یې ښه روزنه ورکړې او هغوي په ښه‌ډول اداره کوي.