دا چې بشري سرچینې په یوه اداره کې د چارو د ښه پرمخ­بیولو لپاره ترټولو اړین اصل شمیرل کیږي، مسلکي، ژمن او په­کار پوه کسان کولای شي چې خپلې چارې په ښه توګه ترسره او خپله اداره بریاوو ته ورسوي؛ دا چې د عامه­ساتنې او امنیتي­تصدۍ معینیت د بشري­سرچینو آمریت عمده دندې او مسوولیتونه څه دي او  د ملکي­کارکوونکو د ګمارنې بهیر څه ډول دی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو د یاد آمریت له آمر څخه پوښتي، چې ستاسو پام ورته را ګرځوو!

حبیب: په پیل کې د بشري سرچینو آمریت د عمده دندو او مسوولیتونو په اړه ووایاست؟

مهري: په ټولیز ډول د کارکوونکو ګمارنه، وړتیا لوړونه، د اجراآتو څخه څارنه، د سوانحو تنظیم او ساتنه، د کارکوونکو ترمنځ اړیکې او اداري‌پرمختګ د بشري‌سرچینو آمریت له عمده دندو او مسوولیتونو څخه شمیرل کیږي.

حبیب: د عامه­ساتنې او امنیتي­تصدۍ په معینیت کې د ملکي او نظامي کارکوونکو د ګمارنې بهیر څه ډول دی، که په­دې هکله معلومات راکړئ؟

مهري: د عامه­ساتنې او منیتي­تصدۍ په معینیت کې د ملکي­کارکوونکو ګمارنه د آزادې­سیالۍ له لارې د نوماندانو د تحصیلې رشتې، مسلک او وړتیا په پام کې نیولو سره د یوې شفافې پروسې له لارې ترسره کیږي، په یاد بهیر کې لومړی د پام وړ خالي بستونو په نښه او ورسره سم د کورنیو چارو وزارت او د عامه­ساتنې او امنیتي­تصدۍ معینت د ویب­پاڼو او بلبورډونو له لارې اعلانیږي، ورپسې هغه شمیر کسانو ته کوم چې غواړي یادو بستونو ته ځانونه نوماند کړي، د شمولیت فورمې ترلاسه کوي او وروسته د جوړې شوې کمیټې له خوا د نوماندانو وړتیا او تخصصي رشتې په­­پام کې نیولو سره وړ او مسلکي کسان شارټ­لیست او آزموینه ترې اخیستل کیږي، چې له هغو څخه څو تنه د وروستي آزموینې په توګه مرکې ته راغوښتل کیږي او له هغو څخه هر هغه څوک چې د کمیټې له غړو څخه لوړې نمرې ترلاسه کړي، د بشري سرچینو آمریت له خوا رسما یاد بست ته ور پیژندل کیږي.

حبیب: دا چې د یاد معینیت د کارکوونکو وړتیالوړونه د بشري سرچینو آمریت له دندو څخه شمیرل کیږي، په­دې برخه کې څه لاسته­راوړنې لرئ؟

مهري: په­کاري ساحه کې د کارکوونکو اړینې اړتیاوې په ګوته کول او د لنډمهاله ښوونیزو پروګرامونو، ورکشاپونو، سمینارونو او نورو ورته پروګرامونو پرمټ د هغو له­منځه وړل د بشري سرچینو آمریت له عمده دندو او مسوولیتونو څخه شمیرل کیږي، چې په­دې برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شوي او په راتلونکي کې به هم دغه بهیر همداسې روان وساتل شي. په دې برخه کې کولای شو، چې د 1395 لمریز کال د ملکي کارکوونکو لپاره په مالي او اداري برخو کې د لنډمهال کورسونو دایرول، چې د عامه­ساتنې او امنیتي­تصدۍ معینیت د ملکي­کارکوونکو د وړتیا لوړونې په برخه کې ډیر ګټور تمام شو، همدا راز په 1396 لمریز کال کې د مالي او اداري ریاست ځینو کارکوونکو ته د کویک بوک پروګرام  زده کړه، چې د یاد ښوونیز پروګرام لپاره له یوې شخصي کمپنۍ سره قرارداد ترسره شو، یاد پروګرام چې د محاسبې او شمیرنې په برخه کې له هغه څخه ګټه اخیستل کیږي، له یوې خوا د یاد ریاست په مالي چارو کې استانتیاوې را مینځته کړي له بلې خوا د عوایدو د زیاتوالي او د فساد د مخنیوي په برخه کې ډیر ګټور تمام شوی.

حبیب: د چارو د لا ښه پرمخ­بیولو لپاره څه پلانونه تر لاس لاندې لرئ؟

مهري: له شته کارونو سره، سره پلان لرو، چې په روان کال کې لاندې پلانونه او پروګرامونه عملي کړو:

  • حاضري له اوسنۍ (قلمي) بڼې څخه دیجیتلي سیستم باندې بدلول.
  • د کارکوونکو د سوانحو د تنظیم او خوندي­کولو لپاره د برقي او معیاري ډیټابیس جوړول.
  • د سفارتونو له لوري د ملکي پرسونل د وړتیا لوړونې په موخه د لنډمهال بورسونو تنظیمول.
  • د اداري­اصلاحاتو او ملکي­خدماتو د کمیسیون له لوري د پام وړ بستونو اعلانول.
  • د عامه­ساتنې او امنیتي­تصدۍ معینیت د ملکي­کارکوونکو قراردادي بستونه په دایمې بستونو بدلول.