عامه ساتنې او امنتي تصدۍ معینیت ته يوه ځغلنده کتنه

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت یو ډاډمن مسلکي امنيتي ارګان دی چې په عالي احساس او انګيزې سره د افغانستان د سوکاله او ښيې راتلوونکې له پاره کار کوي.

دغه ارګان په ۱۳۸۹ هجري لمريز کال کې د خصوصي امنيتي کمپنيو د انحلال په اړه د هېواد د جمهور رئيس د ۶۲ شمېرې فرمان او د انتقالي پاليسۍ د تحقق په موخه د وزيرانو شورا د نولسمې ګڼې مصوبې پر اساس تاْسيس شو .

 د عامه ساتنې معینیت چې د يوې دولتي انتفاعي تصدۍ  په توګه د امنيتي تصدۍ د عالي شورا  تر رهبرۍ لاندې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت لري، عمده دندې يې کورنيو او بين المللي پانګوالو ته د ډاډمنو امنيتي خدمتونو وړاندې کول او د لوژستيکي قطارونو د امنيت ساتنه ده؛  تر څو  له يوې خوا په هېواد کې اقتصادي ودې، عامه هوساينې او د سولې ټينګښت ته ډاډمنه فضاء برابره شي او له بلې خوا د هغو خپلسريو او امنيتي ګواښونو مخه ونيول شي چې د خصوصي امنيتي کمپنيو له خوا د هېواد خلکو او ملي ګټو ته متوجې وې.

استراتيژيکې موخې:

               د عامه ساتنې معينيت ته د پراختيايي سايټونو او لوژستيکي کاروانونو د امنيت ساتنې د مسؤوليت لېږد؛

               د عامه ساتنې معينيت ته د ثابتو سايټونو او خصوصي رغانيزو کمپنيو د امنیت ساتنې د مسؤوليت لېږد؛

               د سوداګريزو چارو د ښه والي له پاره د عامه ساتنې معينيت د سوداګريزې وړتيا لوړول؛

               د ځان بسياينې، وړتيا پوره کولو او د امنيت د ټينګښت له پاره د عامه ساتنې په ځواکونو کې د وړتيا رامنځته کول؛

               او په يوازيتوب سره د عملياتو د ترسره کولو  له پاره د حمايوي وړتياوو رامنځته کول.

د افغان عامه ساتنې ځواکونه څوک دي؟

د عامه ساتنې معينيت د يو دولتي امنيتي ارګان په توګه فعاليت کوي چې د پيسو په بدل کې د خلکو، زیربناوو، رغانېزو پروژو او د لوژستيکي قطارونو د امنيت ساتنې په برخو کې امنيتي خدمتونه وړاندې کوي. دغه ارګان د يوې دولتي تصدۍ په بڼه تاْسيس شوی تر څو د امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو په څانګو کې له بين المللي او کورنيو پانګوالو څخه د قيمت په بدل کې د امنيت ساتنې به برخو تړونونه وکړي. د عامه ساتنې ساتوونکي د ملي پوليسو او ملي اردو د ځواکونو په څېر نه دي او د تورنو کسانو د نيولو او له هغوی څخه د څېړنو واک نه لري، بلکې د دوی دندې يوازې د عامه تاْسيساتو ساتنې ته ځانګړي شوي دي. دغه ارګان د دې له پاره تاْسيس شو تر څو يونيفورم لرونکي افغان پوليس (AUP ) وکولی شي د قانون د پلي کولو او سنتي دندو په تر سره کولو کې لا ډېر تمرکز وکړي . دغه معینيت د دولتي، نادولتي او بين المللي پروژو او د اکمالاتي قطارونو د امنيت ساتنې په برخو کې امنيتي خدمتونه وړاندې کوي.

د عامه ساتنې معينت په کابل کې موقعيت لري او په  هرات، مرکز، مزارشريف، کندز، کندهار، ګرديز، هلمند او ننګرهار  زونونو کې اته قرارګاوې لري. دغه معينيت له مرکز څخه د معين له خوا اداره کېږي. معين دوه مرستيالان لري چې د عملياتي او د مالي ادارو چارو  له عمومي رئیسانو څخه عبارت دي. په دغه معینیت  کې لومړی ښاغلي پاسوال جمال عبدالناصر صديقي د معين په دنده وګمارل شوه چې ښاغلي مل پاسوال سردار محمد سلطاني د عملياتي چارو د لوی رئیس او ښاغلی نورخان حيدري د مالي او سوداګريزو چارو د لوی رئیس په توګه په کې دندې تر سره کولې. له هغه وروسته لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ معين شو. خو کله چې ښاغلی پتنګ د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، ښاغلي لوی پاسوال عبدالجميل جنبش عزیزی د عامه ساتنې د معينيت په دنده وګمارل شو او ښاغلی پاسوال سيدکمال سادات د عملياتي چارو د لوی رئیس او ښاغلی حشمت الله لطيفي د سوداګريزو او مالي چارو د لوی رئیس په توګه په کې کار کوي. چې تر اوسه پورې خپلې دندې په پوره برياليتوب او امانتدارۍ سره پر مخ بيايي. د عامه ساتنې معينيت يو روزنيز مرکز هم لري چې د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې موقعیت لري او  په هغه کې د قطارونو او ثابتو څانګو د امنيت ساتنې له پاره کسان روزل کېږي.

د جمهور رئیس ۶۲ مه ګڼه فرمان او د عامه ساتنې معينيت:

د ۲۰۱۰ ميلادي کال په اګست مياشت کې جمهور رئیس د ۶۲ مې ګڼې فرمان پر اساس د امنيتي کمپنيو د لغو کيدو او د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت ته يې د هغو د مسؤوليتونو د لېږد امر صادر کړ. د دغه فرمان د تحقق په موخه د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې يوه انتقالي ستراتيژي لاسليک شوه  او دغه پروسه د يوه بل کال له پاره تمديد شوه، تر څو امنيتي خصوصي کمپنۍ د لېږد پروسې ته چمتو شي او د عامه ساتنې معينيت سوداګريزې او عملياتي څانګې خپلې وړتياوې پياوړې کړي.  لکه چې په انتقالي ستراتيژۍ کې ور څخه يادونه شوې، ټول سوداګريز امنيتي خدمات به د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پورې د عامه ساتنې معينيت ته ولېږدول شي او د آيساف کمپونه، رغانيزې  پروژې او ثابت سايټونه به د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې ولېږدول کېږي خو د ويانا کنفرانس د ۱۹۶۱ کال د  مقررې پر اساس ديپلوماټيک بنسټونه او سفارتونه کولی شي له خصوصي امنيتي خدمتونو څخه استفاده وکړي.

د لېږد د پروسې ګټې:

له امنيتي خصوصي کمپنيو څخه د عامه ساتنې لوري ته د امنيتي خدمتونو لېږد د هغو پروژو د پلې کيدو د کار دوام ډاډمنوي چې په ميلياردونو ډالره پانګونه ور باندې شوې او زر هاوو افغانانو ته  يې کاري آسانتياوې برابرې کړي.

همدارنګه هغه ساتوونکي چې پخوا يې له خصوصي امنيتي کمپنيو سره  کار کاوو، له يو لړ طبي کتنو او روزنې وروسته د عامه ساتنې په معينيت کې جذبېږي، د هغوی د پخوانيو معاشونو او امتيازاتو برابر معاشونه او امتیازونه ورکول کېږي او يو لړ نور امتيازات به هم ور ته په پام کې ونيول شي.

لاسته راوړنې:

لکه څنګه مو چې د مخه يادونه وکړه، د عامه ساتنې معینیت عمده دندې په څلورو برخو کې متمرکزې دي چې د دولتي، غیر دولتي او بین المللي پروژو او د اکمالاتي قطارونو د امنيت ساتنه ده، چې ياد معینیت دغو موخو ته د رسيدو له پاره څلور ځانګړي رياستونه تشکيل کړي، چې د دولتي پروژو، غير دولتي پروژ، بين المللي پروژو او د قطارونو د امنیت ساتنې له رياستونو څخه عبارت دي چې څلور واړه يې د عملياتي چارو د لوي رياست تر اثر لاندې فعاليت لري. د دغو  رياستونو لاسته راوړنې په لاندې توګه دي:

د دولتي پروژو د ساتنې رياست: دغه رياست  چې په دې وروستو کې د عملياتي چارو د لوی رياست په چوکاټ کې  فعال شوی، د ټولو دولتي پروژو او عامه تاْسيساتو د ساتنې مسؤوليت لري او  تر دې دمه يې د خپل مسلکي پرسونل پر مټ د اورګاډې پټلۍ، د د ګازو نل ليکې، دکجکي، سلما او مچلغو بندونو،  د مس عینک، د بدخشان د لاجوردو، حلقوي سړک، د لرغونو آثارو  سيمې او داسې نورو لويو ملي پروژو د امنيت ساتنې مسؤوليت پر غاړه  اخېستی دی.

د غير دولتي پروژو د ساتنې رياست: د دغه رياست فعاليتونه چې له محافظتي کړندود سره سم په مرکز او ولايتونو کې تنظيم شوي، له يوې خوا د ادارو او شرکتونو  فزيکي ساتنه کوي  له بل لوري، د امنيتي خدمتونو په وړاندې کولو سره د کورنيو چارو وزارت مالي پانګه پياوړي کوي. چې تر دې دمه يې د ۹۷ امنيتي قطعو په درلودلو سره  د متقاضي ادارو ۴۶۴ سايټونه او ۹۰۸ د پهره دارۍ مرکزونه تر خپل امنيتي پوښښ لاندې راوستي دي. 

د بین المللی پروژ د ساتنې رياست:  دغه رياست چې عمده دنده يې د بين المللي پروژو  ساتنه او د امنیت ساتنه ده، تر دې دمه پر دې توانيدلي چې د هغو ۵۳ بين المللي پروژو د امنیت ساتنې دنده پر غاړه واخلي، چې پخوا يې د شخصي امنيتي کمپنيو له خوا د امنيت ساتنه کيده چې ۹۳ تنه افسران، ۱۲۳ تنه ساتنمان او ۲۳۴۷ تنه ګاردان له بايمتريک معايناتو وروسته په کې په دندو ګمارلي شوي دي. همدارنګه د هغه امنيتي تړون له مخې چې د روان کال د مرغومي په ۱۱ مه د کورينو چارو د وزير ښاغلي لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ او د ناټو او مريکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن تر منځ لاسليک شو، له مخې يې د آيساف او د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت د کمپونو د شاوخوا سيمو  د امنيت ساتنې چارې هم د بین المللي پروژو د ساتنې رياست ته سپارل کېږي او ټولې هغه خصوصي امنيتي کمپنۍ به هم منحل شي چې په دې برخه کې فعاليت لري.

د قطارونو د امنيت ساتنې رياست: دغه رياست چې له نوم څخه يې جوته ده، د ټول هېواد په کچه د آیساف او نړيوالو ځواکونو د هغو اکمالاتي قطارونو د امنيت ساتنې دنده لري، چې د هېواد په کوټ کوټ کې د نړيوالو او افغان ځواکونو اکمالات کوي. چې تر اوسه د دغه رياست له ۱۴ قطعو څخه، نهه يې تشکيل شوي او د روان کال تر پايه به ټول دغه قطعات بشپړ شي او د هغو پاتې  امنيتي خصوصي کمپنيو ځای به هم ونيسي چې تر دې مهاله يې د قطارونو د امنيت ساتنې په برخه کې فعاليت  کاوو؛ په دې کار سره به ټولې هغه کمپنې لغو او منحل شي چې د قطارونو د امنيت ساتنې په برخه کې فعاليت لري. همدارنګه د عامه ساتنې او امنيتي کمپنۍ معينيت په ټول هېواد کې د قطارونو د امنيت د لا ښه ټينګښت په موخه په مرکز او لسو ولايتونو کې د سوق او ادارې د مرکزونو د لاښه تجهيز او په عصري وسايلو د سمبالولو په موخه په دې وروسته کې له تکس فورس  انترنشنل او تایگر (RMC) مشورتی امنیتی کمپنی سره د ( 943358000) افغانيو په ارزښت يو تړون هم لاسليک کړ چې له مخې به يې د يوه کال په موده د يادې کمپنی کورني او بهرني متخصصين د يادو ځواکونو د وړتيا لوړولو او په عصري وسايلو باندې د دغو مرکزونو د سمبالولو له پاره کار کوي.

د مالي او سوداګريزو چارو لوی رياست: دغه رياست د ملکي او نظامي پرسونل په درلودلو سره  په خپل تشکيل کې د مالي او اداري، سوداګرۍ او تاٌْميناتي چارو رياستونه لري. د مالي او سوداګريزو چارو لوی رئيس چې د امنيتي تصدۍ فعال غړی دی، په دوامداره توګه د يادو رياستونو فعاليتونه څارني او د چارو د ښه والي له پاره ور ته لازمې لارښوونې کوي او د امنيتي تصدۍ د عامل هیاْت د رئيس( د عامه ساتنې معين) او د اساسنامې مطابق خپلې چارې پر مخ بيايي. د دغه رياست عمده دندې له ملي او بين المللي پانګوالو سره د تړونونو لاسلیک او د هغو له عوايدو څخه د لګښتونو تنظيم، د قطعاتو او جزوتامونو اکمال، د معاشونو اجراء  او بالاخره  له مالي درکه د معينيت او امنيتي تصدۍ پر ځان بسياينه او انتفاعي کول دي.

 

 

مینو:              

کور پانه

خبرونه

د معینیت په اړه

مشرتابه

روزنیز مرکز

انځورونه

پوښتنی او ځوابونه

د پیریدونکیو له پاره

د خطر کابوکولو او امنیتی شرکتونو له پاره

اړین اړیکی

استخدام

تدارکات

اړین سندونه

د کارکوونکو له پاره

له موږ سره اړیکی

 

 

 

COPYRIGHT 2012, APPF IT GENERAL DIRECTORATE