خبرونه

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست معین هرات ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیری د یو پلاوي په مشرۍ، چې د یاد معینیت ځینې مسوولین یې ملتیا کوله د سلما بند د وروستۍ پیښې د څیړنې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
پاسوال عبدالرزاق امیری او ورسره پلاوي هرات ولایت ته له رسیدو سره سم د 606 انصار زون له قوماندان او د هرات ولایت سرپرست والی مل پاسوال محمد جمعه عدیل سره د یاد ولایت په مقام کې ناسته ترسره کړه او پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې، چې په پایله کې د سلما بند په اړه د هرات ولایت په سطحه د یوه نظامي شورا د جوړولو پریکړه وشوه.
د هرات ولایت نظامي شورا غونډه د پاسوال عبدالرزاق امیری تر مشرۍ لاندې د یاد ولایت د همغږۍ مرکز په تالار کې تر سره شوه، په غونډه کې د 606 انصار زون قوماندان او د هرات ولایت سرپرست والی مل پاسوال محمد جمعه عدیل، د هرات ولایت د ملي امینت مشر تورن جنرال داد محمد، د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان برید جنرال محمد ناصر هدایت او د یاد قول اردو د امنیت مدیر برید جنرال میرا جان مهمندی، د هرات ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ایوب انصاري، د لومړي لوا قوماندان برید جنرال زیارت شاه عابد او د هرات ولایت ځینو امنیتي مسوولینو برخه اخیستې وه، غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل او ورپسې د یادې پیښې په هکله د ګمارل شوې اته کسیزې ډلې د څیړنې پایله د غونډې ګډونوالو ته واورول شوه او تر هر اړخیز بحث وروسته اړینې پریکړې ونیول شوې.
ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین محمد داود قاضي زاده له یادې ډلې سره یوځای سلما بند ته سفر وکړ او د سلما بند ځینو امنیتي مسوولینو، افسرانو او سربازانو ته د ستاینلیکونو تر ورکولو وروسته د یاد بند له پوستو، تحکیماتو او استحکاماتو څخه لیدنه وکړه، چې په پایله کې د یاد بند د امنیت د لا ټینګښت په موخه وروستی ناسته تر سره شوه او په یاده ناسته کې تر زیاتو څیړنو او هر اړخیز بحث وروسته اړینې پریکړې ونیول شوې.
له غونډې وروسته یاده ډله د چشت شریف ولسوالۍ له مخورو قومي مشرانو، سپین ږیرو او ولسوال سره ناسته ترسره کړه، په دغه ناسته کې د چشت شریف ولسوالۍ د ولسونو پر استازیتوب یو تن دیني عالم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د چشت شریف ولسونه د تل په څیر د سلما بند د امنیت د تامینولو په برخه کې هر ډول مالي او ځاني قربانیو ته چمتو دي. وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیری د چشت شریف ولسوالۍ له ولسونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د سلما بند د هیواد له ملي پروژو څخه شمیرل کیږي، چې د هیواد او هیوادوالو په پرمختګ کې رغنده رول لري او دښمن تل هڅه کوي ترڅو زمونږ د پرمختګ مخه ډپ کړي، ستاسو له مرستې پرته د یاد بند د امنیت تامینول ستونزمن کار دی، له تاسو څخه مو غوښتنه همدا ده، چې دتل په څیر له خپلو هغو بچیانو ملاتړ وکړئ، کوم چې زمونږ له هیواد او ملي ارزښتونو څخه ساتنه کوي او تل زمونږ د امنیت او هوساینې لپاره زیار باسي.
د هرات ولایت د قطارونو د امینت او ساتنې د قوماندانۍ، د پاشدان بند او خواف له قطعاتو څخه لیدنه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري او ورسره پلاوي د شپږ ورځیني سفر بله برخه وه، په دغه لیدنه کې ښاغلي امیري د یادو قطعاتو له معیشتي وضعیت څخه د لیدنې پرمهال وویل: تاسې د هیواد رښتینې بچیان یاست، چې له خپلې خاورې او ملي ارزښتونو څخه ساتنه کوئ، د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت تل هڅه کوي ترڅو ستاسو غوښتنو ته په خپل وخت ځواب ووایي.
ورپسې د یادو قطعاتو مسوولینو د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د نوموړي د دغې کړنې ستاینه وکړه او خپلې ټولې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریکې کړې، ښاغلي امیري او ورسره پلاوي د نوموړو وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې یاداښت کړې او ژمنه یې وکړه، چې د یادو قطعاتو ټولې ستونزې به ډیر ژر هوارې کړي.
وروسته ښاغلي امیري د یادو قطعاتو له استحکاماتو، تحکیماتو او د منسوبینو او ساتونکو له معیشتي وضعیت څخه لیدنه وکړه، چې په پایله کې هغو ته د اړینو سپارښتنو ترڅنګ هغوي یې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجه کړ او ځینو هغو مسوولین، چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې یې له ځانونو وړتیا ښودلې وه د ستاینلیکونو په ویشلو سره له هغو مننه وکړه.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د غیر دولتي پروژو د ساتنې ریاست پلاوی ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

 د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې ریاست د دفتر آمر سمونمل عبدالرحیم په مشرۍ یوه هیئت د سمایي سپین غر ۴۲ شرکت له محافظتي قطعې څخه د لیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
 
د یادې قطعې قومندان لومړی څارن شیرمحمد راغلې ډلې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: مونږ په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې او ملې شتمنیو څخه د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو يو، د خدایج په مرسته او د دغه معینیت د زړه ورو ځواکونو د ښې روزنې او مجهزه تجهیزاتو پر مټ دښمن نشي کولای، چې زمونږ د پرمختګ مخه ونیسي، نوموړي همدا راز د یادې قطعې د منسوبینو او ساتونکو د لاسته راوړنو، کاري او معیشیتي وضعي او شته ستونزو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل.
 
سمونمل عبدالرحیم د یادې قطعې د منسوبینو او ساتونکو د لاسته راوړنو او لوړ مورال ستاینه وکړه، هغوي ته د لا ښې دندې د ترسره کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او د شته ستونزو د هوارۍ په موخه یې سمدلاسه د یادې پروژې له مشر ارشاد احمد سره وکتل، نوموړي د سمایي سپین غر ۴۲ شرکت د محافظتي قطعې له ټولو منسوبینو او ساتونکو څخه بشپړ خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د روانې اوونۍ تر پایه پورې به ټولې شته ستونزې هوارې کړي.
 
د سفر په بله برخه کې د ننګرهار ولایت د عامه ساتنې مدیر سمونمل ذکریا او نور پلاوي په یاد ولایت کې د غضنفر بانک، میوند بانک، نوی کابل بانک، عزیزي بانک، افغان یونایتد بانک، د افغان بیسیم او اتصالاتو د سیمه ییزو دفترونو د محافظتي مفرزو له کاري او معیشیتي وضعیت څخه لیدنه وکړه، چې په پایله کې د ټولو یادو بانکونو او مخابراتي شرکتونو مسوولینو د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له ځواکونو څخه بشپړ خوښي څرګنده کړه.
 
په پای کې پلاوي د یادو مفرزو منسوبینو او ساتونکو ته د دندې د لا ښه والي په موخه اړينې سپارښتنې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د شته ستونزو د هوارۍ په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د یادولو وړ ده چې د تورخم ـ جلال آباد دویم سړک د جوړولو چارې د سمایي سپین غر  ۴۲ شرکت (SDE) او د پاکستان هیواد په مالي ملاتړ ترسره کیږي، چې د ساتنې دنده یې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت، چې په هیواد کې د امنیتي چوپړ یواځینی باوري ارګان کڼل کیږي پر غاړه لري.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د قطارونو د ساتنې او امنیت مشر د میدان وردګ ـ غزنې د لویې لارې له قطعاتو څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د قطارونو د ساتنې او امنیت مشر مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده د اکمالاتي قطارونو له امنیتي قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.

مل پاسوال محمد محفوظ ولي زاده د سربازانو له معیشتي وضعیت څخه د لیدنې پرمهال وویل: تاسې د هیواد ریښتني بچیان یاست، چې له ستونزو او ننګونو سره، سره په بشپړ میړانې د هیواد له ملي ګټو څخه ساتنه کوئ.

ښاغلي ولي زاده د یاد ولایت د عامه ساتنې او امنتي تصدۍ معینیت د قطارونو د ساتنې او امنیت د اړوندو ځواکونو ستونزې واوریدې او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د منسوبینو او سربازانو د ستونزو له مینځه وړل د یاد معینیت له لومړیتوبونو څخه دي، دا چې امنیتي ځواکونه د هیواد د امنیت د ټینګولو په پار نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي، نو باید تر ټولو زیاته پاملرنه ورته وشي.

نوموړي زیاته کړه: د افغانستان خلکو، لوړپوړو چارواکو او خصوصي قراردادي شرکتونو ته معلومه ده، چې پخوا په دغه لویه لاره کې قطارونه له زیاتو ننګونو سره مخ او پکې د تلفاتو او ضایعاتو کچه لوړه وه، الحمدالله سږکال د دقیقې پلان ګزارۍ، سالمې ګمارنې، د امنیتي ځواکونو مسلکي روزنه او په یاده لویه لاره کې د میشتو امنیتي قطعاتو او ارګانونو سره د ښې همغږي پر مټ دغه تلفات ۹۵ سلنه کمه شوې او په دې برخه کې اړین تدابیر نیول شوي.

د یادولو ده، چې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت مسوولین د چارو د لا ښه والي په موخه تل له خپلو قطعاتو او جزوتامونو څخه لیدنه کوي، چې دا کړنه تر ډیره د امنیت په ټنګښت کې مرسته کوي.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د مخابرې او ټکنالوژۍ د برخې ممتازه زده کوونکي وستایل شول

د کورنیو چارو وزارت دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیریت د مخابرې او ټکنالوژۍ د برخې غوره زده کوونکي په افغانستان کې د ناټو د ښوونیزو او مسلکي زده کړو د پروژو اجرا کوونکي (آسیا ارمغان کمپنۍ) له خوا وستایل شول.

په غونډه کې د یاد معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیریت مرستیال سمونوال عزت الله سنګر او د آسیا ارمغان کمپنۍ د ښوونیزو او مسلکي زده کړو عمومي مرستیال داکتر اقبال کوهستاني ګډون درلود، چې د یاد معینیت د ښځو چارو د شورا مشره دویم ساتنمن عالیه کوهستانۍ ته په اړوندو چارو کې له ځانه د وړتیا ښودلو او د مخابرې او ټکنالوژۍ د ۱۵مې دورې کورس دوه تنه ښځینه زده کوونکو دویم څارن معصومه محبوبي او دویم ساتنمن پروین ته په یاد ښوونیز بهیر کې له ځانه د وړتیا ښودلو په پار ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یاد ښوونیز بهیر یو تن ښوونکی انجینیر رحمت الله جوشاند داسې وویل، په دغه کورس کې زده کوونکو ته په عملي او نظري ډول د ټکنالوژۍ او مخابرې اړوند ټولې اړینې زده کړې ورکول کیږي، چې پر مټ يې فارغان کولای شي د خپلو دندو پر مهال د یادې برخې اړوند ټولې ستونزې حل کړي.

دویم ساتنمن پروین چې یو له غوره زده کوونکو څخه وه، له دغه ۴ میاشتنۍ کورس څخه خپله بشپړ خوښي څرګنده او زیاته یې کړه: مونږ دلته د ټکنالوژۍ او مخابرې په برخه کې ډیر څه زده کوو، ښوونکي مونږ ته په عملي او نظري ډول ښوونه راکوي، چې دغه کړنه په نورو کورسونو کې نه تر سترګو کیږي، په پای کې نوموړې د افغان ځواکونو د وړتیا لوړونې لپاره د یاد بهیر پر دوام ټینګار وکړ.

غونډه د ستاینلیکونو په ویشلو او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ځینې افسران او سربازان مسلکي زده کړې ترلاسه کړې

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ۹۳ تنه افسران او سربازان د یوې میاشتې نظامي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو ته ور وپیژندل شول.

غونډه چې د ۴۷مې دورې فارغانو په ویاړ د یاد معینیت په روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه، په پیل کې د یاد مرکز قومندان لومړی څارن محمد عابد ملکزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: دغه ځواکونه په بشپړ او مسلکي ډول نظامي زده کړې ترلاسه کړي، او د روزنې دغه بهیر به د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په هڅو همداسې دوام ولري.

ورپسې د یاد معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی د امنیتي ځواکونو میړانه او فداکارۍ وستایلې او زیاته یې کړه: ښوونه او روزنه د پولیسو په اصولو کې یو بنسټیز اصل بلل کیږي، امنیتي منسوبین په لوړ مورال او د مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو سره کولای شي، چې د دښمن پر وړاندې له محاربوي تکتیکونو ګټه پورته کړي، ښاغلی صافی د دغه دور فارغانو ته لارښوونه وکړه او ویې ویل: لکه څرنګه چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ځواکونه د ملي نوامیسو او ارزښتونو په ساتنه کې شپه او ورځ زیار باسي او په ټولنه کې ورڅخه د یوې بیلګې په توګه یادوونه کیږي، نو تاسې هم باید اصولو ته ژمن او په میړانې سره خپلې دندې ترسره کړئ.

همدا ډول فارغ شوي افسران او سربازان له دغه بهیر څخه خوښ او زیاتوي چې په نظامي چارو کې مسلکي زده کړې یو بنسټیز اصل شمیرل کیږي، او د هیواد وسله وال فوځ د دغه ډول زده کړو په ترلاسه کولو سره کولای شي خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


یو شمیر افسران او ساتنمنان د مخابرې او ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې

 

د کورنیو چارو وزات د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ځینو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۲۰  تنه افسران او ساتنمنان دیاد معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیریت اړوند د مخابرې او ټکنالوژۍ له لنډ مهال کورس څخه فارغ شول.

غونډه چې په همدې مناسبت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دفتر مشر مل پاسوال عبدالرزاق سیغاني، د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی او ځینې نور مسوولین ګډون درلود، د غونډې په پیل کې ښاغلي سیغانې وینا وکړه، نوموړي فارغانو ته مبارکي وویل او د ټکنالوژۍ، په ځانګړي توګه په امنیتي ارګانونو کې د هغه پر اهمیت خبرې وکړې، هغه یې با ارزښته وباله او په دغه برخه کې پر لا زیاتو زده کړو ټینګار وکړ.

غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو او د افغانستان خلکو ته د خیر د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

د یادونې ده چې تر دې مهاله د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د بیلابیلو قطعاتو، جزوتامونو او قرارګاوو څخه ۲۴۸ تنه افسران او ساتنمنان د دغې برخې له زده کړو څخه برخمن شوي دي.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د خپلو افسرانو او ساتنمنانو زده کړه او د وړتیاو لوړونه له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي او دغه بهیر به جاري ساتي.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت اړوند د عینک مس د ساتونکي غنډ منسوبینو خپلو هم مسلکیانو ته وینه ورکړه

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتون د وینې د بانک ځنیې مسوولین د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت اړوند د عینک مس د ساتونکي غنډ له منسوبینو څخه د وینې د اخیستلو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ، چې د یاد غونډ د قومندان مل پاسوال سید محمد محسن حسن زاده، د یاد غونډ مرستیال سمونوال عزیز احمد فضلي او نورو منسوبینو له لوري یې تود هرکلی وشو.

په پیل کې د عینک مس د ساتونکي غنډ قومندان مل پاسوال سید محمد محسن حسن زاده د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د وینې د بانک له مسوولینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د عینک مس ساتونکی غنډ ټول منسوبین دې ته چمتو دي، تر څو په هر ډول حالاتو کې خپلو هیوادوالو او په ځانګړي توګه خپلو هم مسلکیانو ته خپله وینه اهدا کړي، ترڅو له یوې خوا زمونږ د هم سنګرانو د تلفاتو مخه ونیول شي او له بلې خوا یو سالم ځواک ولرو.

ورپسې د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د وینې د بانک آمر داکتر سید عبدالرقیب هاشمي د وینې اخیستلو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړ او زیاته یې کړه: کومه وینه چې تاسې یې اهدا کوئ په حقیقت کې د خپلو هم مسلکو دوستانو ژوند ژغورئ، دا کړنه له یوې خوا ستاسو صحت او له بلې خوا د اسلام مبارک دین له نظره لوی اجر لري. نوموړي په داوطلبانه توګه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د سلګونو منسوبینو د وینې ورکړه او له دغه بهیر څخه د هغو ملاتړ وستایه او له هغو څخه یې مننه وکړه.

وروسته د وینې د اخیستلو بهیر پیل او د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په سلګونو منسوبین په ډیر ویاړ او لیوالتیا سره د وینې ورکولو په موخه د یاد غنډ صحې برخې ته لاړل او له هغو څخه د اړتیا په اندازه وینه را ټوله او روغتون ته انتقال شوه.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ځینو قطعاتو او جزوتامونو ځواکونه مسلکي زده کړې ترلاسه کړې

 

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت روزنیز مرکز د خپلې ۴۶ مې دورې یوې میاشتنۍ مسلکي کورس څخه ۹۵ تنه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو او جزوتامونو ته ور وپیژندل شول.

د غونډې په پیل کې د یاد معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او هغوي یې خپلو مسوولتونو ته متوجه کړل، نوموړي زیاته کړه: هغه پوځي زده کړې چې دلته مو ترلاسه کړې، باید له هغو څخه په ګټه اخیستنې خپلې دندې په لا غوره توګه تر سره او د خپل هیوادوالو پر وړاندې د مسوولیت احساس وکړئ، خپل دوست او دښمن وپیژنئ او هیواد ته د خدمت په لاره کې هیڅ ډول هڅه او تلاښ مه سپموئ.

ورپسې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز قومندان لمړی څارن محمد جاوید ملکزاده خبرې وکړې، نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړه: دغه فارغان د خپلې زده کړې په موده کې اړین پوځي زده کړې په نظري او عملي ډول پرته له کومې ستونزې ترلاسه کړي، نوموړي په فارغانو غږ وکړ چې، په صادقانه ډول دنده ترسره کول باید ستاسو له لومړیتوبونو څخه وي، او په دغه لاره کې له خپلو ټولو وړتیاو څخه په ګټه اخیستنې، خپلې خاورې ته خدمت وکړئ. غونډه د تصدیق پاڼو په ورکړې او افغانانو ته د خیر د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت، د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د ځینو مسوولینو هڅې وستایلې
 

غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، په کې د یاد معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري، د غیر دولتي پروژو دساتنې مشر پاسوال سید اکبر شاه تابش او نورو مسوولینو ګډون درلود.
 
په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي ریاست د امنیتي کمرو عمومي مدیر سمونوال عبدالفرید، او دیاد مدیریت دوه تنه غړي هر یو لومړی ساتنمن زړګی او لومړی ساتنمن بریالی او همدا ډول د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د  عملیاتي ریاست د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ مدیریت دوه تنه غړي هر یو سمونیار شیر احمد حقجو او دویم څارن محمد نسیم، چې د سلما بند د امنیت د لا ښه والې لپاره د زیرک امنیتي کمرو د نصبولو چارې یې په ښه توګه تر سره کړې وې، د نوموړو هڅې د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شوې.
 
د غونډې په پای کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري د سلما بند پر ارزښت او د زیرک امنیتي کمرو د نصبولو په اړه ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي له مسوولینو څخه د منني ترڅنګ، دغه کار یې د یادې پروژې د امنیت د لا ښه والي په لور یو ګټور ګام وباله.
په ننۍ عصري ټکنالوژۍ سمبال ۱۷۷ پایې زیرک کمرې، چې د سلما بند پاور هاوس او شاوخوا سیمې د کنترول په موخه نصب شوي، د نږدې کولو او څلورو لورو ته د ګرځیدنې وړتیا لري، د یادې پروژې محافظتي کنډک د ارکان ریاست کولای شي، په اسانۍ سره خپلې اړونده سیمې کنترول او دښمن ته د خنډ د رامینځته کولو اجازه ور نه کړي.
 
د سلما بند پروژه چې د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې موقعیت لري، د هیواد له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي، چې د ساتنې چارې یې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له خوا تر سره کیږي.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د حضرت محمدص د زوکړې له مبارکې ورځې څخه نمانځنه وشوه

د بشر ستر لارښود حضرت محمدص میلاد په نمانځ غونډه کې، چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په مسجد کې دایره شوې وه، پکې د یاد معینیت ډیری مسوولین او منسوبین شتون درلود، د غونډې په پیل کې د یاد معینیت د مسوولینو او منسوبینو له خوا د قران عظیم الشان ختم وشو، د ختم د دعایې له ویلو وروسته د غونډې ویناوال د بشر ستر لارښود حضرت محمدص پر ژوند رڼا واچوله، په پیل کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال الحاج صوفي محمد شریف مجاهد د نمانځ غونډې له ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ زیاته یې کړه: د ویاړ ځای دی چې د خپل خوږ پیغمبرص له مبارک میلاد څخه نمانځنه کوو، مونږ باید د خدایج په ارشاداتو او د حضرت محمدص په سنتو عمل وکړو او خپل پیغمبرص د ځان لپاره الګو وګرځوو، ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو په جریان کې د دغې نیکې ورځې د برکتونو، د حضرت محمدص د شخصیت او د هغه موخو په اړه چې خدایج ورته د ژوند په چارو کې ټاکلي و معلومات وړاندې کړ.

 

ورپسې د حج او اوقافو وزارت څخه راغلی پلاوی مفتي عبدالحلیم صفدر خبرې وکړې نوموړي هم د حضرت محمدص د زوکړې، سیرت او په نړۍ کې د هغه په راتګ سره د بدلونونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، هغه وویل: هغه کسان چې د خپل مسلمان ورڼو په مقابل کې وسلي پورته کوي، باید ځانونه په حقیقت پوه او د یو متحد ملت، ټینګ نظام او پیاوړی هیواد په جوړولو کې سره یوځای کار وکړي، نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له مسولینو او منسوبینو څخه د دغې نمانځ غونډې د جوړولو لپاره زیاته خوښي څرګنده کړه.

وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی، چې د غونډې ویاندویې یې هم کوله د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروله، نوموړي د حضرت محمدص د زوکړې، ژوند او په اړه یې د مسلم او غیر مسلم پیژندل شویو پوهانو نظرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

غونډه د سید حبیب په نعتیه کلام او افغانستان ته د خیر او ښیګڼې د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د پینځه څلویښتم ځل لپاره د خپلو ځواکونو د فراغت په ویاړ غونډه وکړه

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ښوونیز او روزنیز مرکز په خپل ۴۵ تم پړاو کې ۹۲ تنه افسران او سربازان د یوې میاشتې نظامي زده کړو له تر لاسه کولو وروسته فارغ او خپلو اړوندو قطعاتو ته ور وپیژندل شول.

غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه، د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی د امنیتي ځواکونو له قربانۍ او زړه ورتیا څخه مننه وکړه او ویې ویل: د پولیسو په اصولو کې ښوونه او روزنه یو اړین اصل دی،

امنیتي ځواکونه د نظامي زده کړو په لرولو سره کولای شي، چې د دښمن پر وړاندې په ښه ډول او لوړ مورال سره د محاربې تکتیکونه وکاروي، هغه زیاته کړه: امنیتي ځواکونه په حکومت کې یو له هغو څخه دي، چې باید ورته زیاته  پاملرنه وشي، نوموړي د دې ښوونیزې دورې فارغانو ته وویل: دا چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ځواکونه د ملي شتمنیو د ساتنې په برخه کې شپه او ورځ زیار باسې او په ټولنه کې د یوې بیلګې په توګه یادیږي، نو تاسې هم اصولو ته په بشپړ ژمنتیا، نوښت او میړانې سره خپلې دندې ترسره کړئ.

ورپسې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان سمونیار سیحون ولي د غونډې ګډونوالو او میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل

 دغه ځواکونه په بشپړ او مسلکي ډول نظامي زده کړې ترلاسه کړي دي، د ښوونې او روزیې په مرکز کې د زده کړې دغه پروسه به د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په امکاناتو او هلو ځلو جریان ولري.

د دغې روزنیزې دورې څخه فارغ شوي افسران او سربازان د مسلکي زده کړو له دې بهیر څخه خوښۍ څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په نظامي چارو کې مسلکي زده کړې یو اړین او بنسټیز اصل شمیرل کیږي، او د دغه ډول زده کړو په ترلاسه کولو سره د هیواد وسلوال ځواکونه کولای شي، چې خپلې نظامي دندې په ښه ډول ترسره کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو د ساتنې نوی مشر رسماً په کار پیل وکړ

د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د لوړ رتبه افسرانو د تقررۍ په برخه کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت عالی مقام د منظورۍ پر اساس مل پاسوال جوره بیک د محمد مراد زوی چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې د مشر په توګه ټاکل شوی و، د یوې غونډې په ترڅ کې یې رسماً په کار پیل و کړ.

په غونډه کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري، د دفتر مشر مل پاسوال عبدالرزاق سیغاني، د دولتي پروژو د ساتنې پخوانی مشر پوهنمل پاسوال ارکانحرب محمد داوود عبدالله او د یاد معینیت ځینې نور چارواکي ګډون درلود.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري د یاد معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر د پیژندلو په غونډه کې د یاد ریاست د پخواني مشر پوهنمل پاسوال ارکانحرب محمد داوود عبدالله کړنې او هڅې، چې د خپل ریاست په موده کې یې ترسره کړې وې وستایلې او له هغه څخه یې مننه وکړه، ښاغلي امیري نوي مشر ته د مبارکۍ ترڅنګ د خپل ریاست په اړوندو چارو کې د بریاوو هیله وکړه.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال جوره بیک د غونډې له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د یاد ریاست د لا پرمختګ لپاره به زیاته هڅه کوي او هیواد ته د خدمت کولو په برخه کې به هیڅ ډول هڅه او تلاښ و نه سپموي.

غونډه هیواد ته د سولې او پرمختګ د دعايې په ویلو پای ته ورسید.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې د برخې ځینې مسوولین و ستایل شول

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې اړوند د کمپیوټر او مخابرې د برخې د ځینو مسوولینو د ستاینې په موخه د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه شوه، په غونډه کې د یاد معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې مشر پاسوال سید اکبر شاه تابش، د دفتر مشر مل پاسوال عبدالرزاق سیغاني، د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی او د یاد معینیت ځینې نور چارواکي ګډون درلود.

 

په غونډه کې د آسیا ارمغان د مسلکي زده کړو او تعلیماتو د پروژې لوی رئیس داکتر محمد ادریس صدیق، د آسیا ارمغان د مسلکي زده کړو او تعلیماتو د پروژې مرستیال داکتر اقبال کوهستاني، د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست د ښوونې او روزنې لوی مدیر سمونوال عبدالغفور پیغام او د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست د ښوونې او روزنې لوی مدیریت مرستیال محمد مصطفی همت کړنې چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د افسرانو او ساتنمنانو د کمپیوتر او مخابرې د رزولو په برخه کې تر سره کړي، د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شوې.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري له نوموړو څخه د مننې ترڅنګ هغو ته د لا بریاو هیله وکړه.

 

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۱۰۷ تنه ساتونکي او سربازان فارغ شول

غونډه چې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له ښوونیز مرکز څخه د ۴۴ مې دورې فارغانو په ویاړ جوړه شوې وه، پکې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر پوهنمل پاسوال ارکانحرب محمد داوود عبدالله، د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د عمومي قومندان مرستیال مل پاسوال محمد حیدر شهابي او د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی ګډون درلود.

 

د قران کریم له تلاوت وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر پوهنمل پاسوال ارکانحرب محمد داوود عبدالله یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل: خپلې خاورې او خلکو ته خدمت کول زمونږ د ټولو ایماني او وجداني دنده ده او مونږ باید د خپلې دندې په ترسره کولو کې مسلکي او د پولیسو قانون ته ژمن اووسو، تر څو له یوې خوا د خپل هیواد له ملي ګټو څخه سمه ساتنه او له بلې خوا د خلکو باور لا زیات لاسته راوړو.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د عمومي قومندان مرستیال مل پاسوال محمد حیدر شهابي د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، نوموړي فارغانو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ هغوی يې د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره وهڅول او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د بهیر پر څارنې ټینګار وکړ.

وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی د خپلو هر اړخیزو خبرو په جریان کې پر یووالي ټینګار وکړ او فارغان یې دې ته متوجه کړ، چې د دښمن د شومو پلانونو د شنډولو لپاره له خپلو شته امکاناتو ښه ګټه پورته کړي، تر څو زمونږ هیوادوال په ډاډه زړه خپلې چارې سرته ورسوي.

غونډه هیواد او هیوادوالو ته د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر له انهم کمپ څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال الحاج صوفي محمد شریف مجاهد د انهم کمپ امنیتي وضعیت اود امنیتي منسوبینود معیشتي وضعیت د څارنې په موخه پروان ولایت ته سفر وکړ.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر په خپل سفر کې چې د یاد معینیت ځینې مسؤولین هم ورسره ملګري ول، د انهم کمپ امنیتي منسوبینو د احضارات اود کمپ د ځینو سیمو له امنیتي وضعیت څخه د څارنې ترڅنګ داسې وویل:

تاسې د پولسو منسوبین چې د دغه کمپ د ساتنې دنده لرئ، هیچاته اجازه مه ورکوئ چې د یاد کمپ په کارونو کې خنډ او ځنډ رامینځته کړي. ورپسې د انهم کمپ قومندان د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر له راتګ څخه د مننې ترڅنګ يې د یاد کمپد ښه امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړ،چې په پایله کې د یاد کمپ قومندان او د نوروامنیتي مسؤولینو کړنې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشرله خوا وستایل شوې، او ژمنه یې وکړه چې د یاد کمپ پرسونل د معیشتي وضعیت د ښه والي اوشته ستونزو د هوارۍ په برخه کې به هیڅ ډول هڅې و نه سپموي.

د انهم کمپ امنیتي مسؤولینو او د شاوخوا پوستو څخه لیدنه د ښاغلي مجاهد د سفر بله برخه وه، چې د امنیتي ننګونو د مخنیوي، د یاد کمپ امنیتي وضعیت او د پولیسو معیشتي وضعیت د لا ښه والي په برخو کې تر هر اړخیزو څیړنو وروسته اړوندو مراجعو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

ښاغلي مجاهد د انهم کمپ امنیتي منسوبینو د غوره کړنو ستاینه وکړه او ترڅنګ یې له هغو وغوښت چې، د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له خلکو سره لا نیک چلند وکړي، ترڅو د خلکو باور لاسته راوړي.

د سفر په پای کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر او ورسره پلاوي د انهم کمپ له سړې خونې څخه هم لیدنه وکړه.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


مل پاسوال الحاج صوفي محمد شریف مجاهد د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو  پروژو د ساتنې مشر په توګه وپیژندل شو.

غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه، په پیل کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر په توګه د مل پاسوال الحاج صوفي محمد شریف مجاهد د مقررۍ په اړه د کورنیو چارو د وزیر حکم د یاد معینیت د دفتر مشر مل پاسوال عبدالرزاق سیغانی له لوري ولوستل شو.

ورپسې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري خبرې وکړې، نوموړي وویل: په دولتي ادارو کې مقرري او تبدیلي د چارو د ښه والي لپاره یو اصل دی، ښاغلي امیري د یاد معینت د ادارو تر مینځ پر همغږۍ تینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ملکي او نظامي کارکوونکو ترمنځ همغږ ي د یاد معینیت د چارو د ښه پر مخ بیولو د پاره خورا اړین دی.

وروسته، د کورنیو چارو وزارت د پیژندتون عمومي مشر لوی پاسوال محمد وکیل اکبري د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د نړیوالو پروژو د ساتنې له نوي مشر څخه غوښتنه وکړه، چې خپله دنده په پوره صداقت او ایماندارۍ سره تر سره کړي او په دغه لار کې هیڅ ډول تلاښ او هڅې ونه سپموي.

په پای کې ښاغلي مجاهد د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه پر هغه له باور کوونې مننه وکړه

او ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې د خپلې دندې او مسوولیتونو په ترسره کولو کې به هیڅ ډول هڅې او تلاښ ونه سپموي.

غونډه افغان ولس ته د خیر د دعایې په ویلو سره پای ته ورسید.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست خپل اړوند قطعات او جزوتامونو قومندانانو ته د ښې دندې ترسره کولو لپاره د لازمې امنیتي لارښوونو او مشوره ورکونې په موخه غونډه وکړه.

 په یاده غونډه کې چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال محمد صابر آرین او د یاد ریاست اړوند ټولو قطعاتو او جزوتامونو قومندانان ګډون درلود.

د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال محمد صابر آرین خپل پرسونل ته د ښې دندې د ترسره کولو په موخه هر اړخیزې او له پنده ډکې خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه: ((مونږ ټول لکه یوې کورنۍ په شان یو، زمونږ ګټې او زیانونه سره شریکې دي، هغه ویاړ چې د یوې قطعې قومندان یې تر لاسه کوي مونږ ټول باید پرې و ویاړو، د مشتریانو رضایت زمونږ له لومړیتوبونو څخه دي، باید په دغه لار کې لا ډیر زیار وباسو، د لا پرمختګ لپاره مونږ باید قانون او اصولو ته لا ژمن او پر ځان یې پلې کړو.))

د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال محمد صابر آرین د هغو قطعاتو او جزوتامونو قومندانانو څخه چې په خپلو دندو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وه، د مننې ترڅنګ زیاته خوښي څرګنده کړه، او ځینې نور یې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجه کړ.

د مطبوعاتو او نشراتو لوی مدیریت


۱۱۲ تنه د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د معنیت او امنیتي تصدۍ د یوې میاشتې نظامي زده کړو وروسته د یاد معینیت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

یاده غونډه چې له روزنیز مرکز څخه د ۴۲ مې دورې د فارغانو په ویاړ جوړه شوې وه، د دولتي پروژو د ساتنې مشر پوهنمل پاسوال محمد داوود عبدالله، د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی او د کورنیو چارو وزادت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د ښوونیز مرکز قومندان سمونیار سیحون ولي ګډون کړی و.

غونډه د پاک قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره د یاد مرکز د فارغانو له جملې څخه د یو تن قاري محمد خال له لوری پیل شوه، ورپسې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د ښوونیز مرکز قومندان سمونیار سیحون ولي یادو فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ په خپله وینا کې داسې وویل:

((تاسې د دغه هیواد زړور ځواکونه یاست، چې د خپل هیواد او ملي نوامیسو څخه ساتنه کوئ، او د امنیت په ټینکښت، اقتصادي پیاوړتیا، او د هیواد د سولې او  ثبات په ټیکاو کې ګټور رول اجرا کوئ، نو ځکه د هیوادوالو د چوپړ په ډګر کې ډیر کوښښ او زیار وباسئ.)) له هغه وروسته د یاد معینیت د دولتي پروژو د ساتنې مشر پوهنمل پاسوال محمد داوود عبدالله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، ((تاسې چې له دغه مرکز څخه د نظامي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته فارغ او ټولنې ته د چوپړ کولو په موخه وړاندې کیږئ؛ د خپل هیواد او هیوادوالو ریښتنې ساتونکي یاست، نو د امنیت په ټینګښت کې هیڅ ډول تلاښ او زیار مه سپموئ.))

د غونډې په پای کې تازه فارغ شوی سرباز محمد شعیب د دې دورې د فارغانو پر استازیتوب له ټولو ګډونوالو او د یاد مرکز له استادانو څخه مننه وکړه او د هغوی نه ستړي کیدونکي هلې ځلې یې وستایله، او ژمنه یې وکړه چې له خپلې خاورې څخه به په پوره توان ساتنه کوي او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

غونډه د تصدیق پاڼو په ویشلو او د افغانستان او افغانانو لپاره د خیر د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده. 

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د بانکونو مسوولین د عامه ساتنې د معینیت او امنیتي تصدۍ خدمتونو ته د خصوصي کمپنیو په نسبت ترجیع ورکوي

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ د سرپرست معین پاسوال عبدالرزاق امیري تر مشرۍ لاندې چې د یاد معینیت د ځینو څانګو مسوولین هم ګډون درلود، د خصوصي بانکونو له استازو سره د یاد معینیت د جلسو په تالار کې ګډه ناسته جوړه شوه.

یاده ناسته د خصوصي بانکونو د استازو پر ستونزو خبرې او د هغوي پوښتنو ته د ځواب ورکولو په موخه جوړه شوې وه، چې د رهبري هیئت له خوا د هغوي ستونزې بررسي او وړاندیزونه یې یاداښت شو.

په پیل کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین د خصوصي بانکونو پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې، هغه یې د ډاډ وړ وباله او ویې ویل: الحمدلله له نیکه مرغه د عامه ساتنې د زړورو ځواکونو په زیار او کوښښ سره د یاد معینیت پورې تړلي ټولې پرروژې امنیت په بشپړ ډول خوندي دي.

ورپسې په هیواد کې د خصوصي بانکونو پر استازیتوب د خصوصي بانکونو د اتحادیې مشر نجیب الله امیري د خصوصي بانکونو پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د عامه ساتنې له خوا د امنیتي خوندیتوب خدمتونه د خصوصي کمپنیو په نسبت د باور او ډاډ وړ دي.

په پای کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ سرپرست معین د یاد معینیت ځواکونه په هیواد کې د ملي اقتصاد د پرمختګ تضمین کوونکي او خصوصي بانکونه یې د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې با ارزښته وباله، او ژمنه یې وکړه چې د هیواد په ګوټ، ګوټ کې به د بانکونو په امنیت کې هیڅ ډول تلاښ او هڅه و نه سپموي.

د یادولو وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د غوره امنیتي خدمتونو ترڅنګ د هیواد د مالي ودې په پرمختګ کې هم ګټور تمام شوی.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د عامه ساتنې د معنیت او امنیتي تصدۍ د ځواکونو په اړه د خلکو لیدلوری

نجیب الله ناصري: نوموړی د AMCC ساختماني شرکت مسوول دی، او باختر بانک ته د پیسو د اخیستلو په موخه راغلی دی. نوموړی په باختر بانک کې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د میشتو ځواکونو د ښه چلند او مسولیت پیژندنې ستاینه کوي او وایې: پخوا شرکتونه د شخصي کمپنیو له خوا ساتل کیده، چې نوموړي ځواکونه پرته له نظامي لباسونو څخه خپله دنده تر سره کوله، دغه موضوع زمونږ باور د ډاډمن امنیت پر وړاندې ننګوله، تاسې پوهیږئ چې زیاتره مسلحانه غلاوې هم د همدې ډول کسانو له خوا تر سره کیده، خو اوس چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ ځواکونه په نظامي لباس او مجهز امنیتي وسایلو سره د بانکونو امنیت تامینوي، د خلکو بې باورې له مینځه تللی او په پوره ډاډ او باور سره خپلې معاملې ترسره کوي، دا کار ټولو ښاریانو ته یو نعمت دی، ځکه چې خلک خپل ورځني کارونه د امن او سولې تر سیورې لاندې تر سره کوي.

عاشق الله نوري: دغه ځوان ازاد کارو بار لري، او د MTN مخابراتي شرکت مرکزي دفتر ته د خپل سیمکارت د بیا فعالولو لپاره راغلی، نوري  د عامه ساتنې د معنیت او امنیتي تصدۍ له ځواکونو څخه کوم چې د یاد شرکت امنیت تامینوي زیاته خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: که دغه ځواکونه دلته شتون نه لرله نو مونږ نشوای کولای چې په پوره ډاډ سره خپلې ستونزې حل کړو، تاسې پوهیږئ چې مخالفې ډلې تل هڅه کوي چې، شرکتونه وګواښي تر دې چې د هیواد په ولایتونو او ولسوالیو کې مخابراتي آنتنونه په نښه او ړنګوي یې، زه د یو ښاري په توګه ټولو افغانانو ته دا پیغام لرم چې هیواد ته د امنیت راوستلو لپاره له خپلو ټولو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي،او په ګران هیواد کې د سولې او پرمختګ شاهدان شو ترڅو زمونږ دردیدلی ولس چې تل د نا امنیو قرباني شوي، د امن په فضا کې ژوند وکړي.

اسدالله حسیني: نوموړی د تایمني سیمې په یو رستورانت کي کار کوي، دا هم د MTN مخابراتي شرکت مرکزي دفتر ته د خپل سیمکارت د فعالولو لپاره راغلی، وایې چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ ساتونکي خپله دنده په ډیر ښه ډول ترسره کوي، او مونږ د دوی له کړنو څخه راضي یو، د دوی په شتون سره مونږ د ارامۍ احساس کوو، او مونږ له دوی سره د امنیت په راوستلو کې همکار یو، زه په ټول افغانستان کې د امن او سولې د تامین هیله کوم، ترڅو جنګ، ورور وژنه او ویره د تل لپاره له دې خاورې څخه مخه ښه وکړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په هېواد کې د خصوصي امنیتی کمپنیو یو مناسب بدیل دی

د ۱۳۹۲ کال د غويي ۳ نېټه، کابل ـ افغانستان

دا خبر د نوید نوري شرکت رئیس حاجي نوید نوري د مطبوعاتو او نشراتو آمريت له خبريال سره په مرکه کې وکړه او زياته يې کړه  چې  د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د خصوصي امنیتي  کمپنیو یو پر ځای او مناسب بدیل دی او دوی ور څخه د ښو امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه کوي. ياد شرکت چې د خپل امنيت له پاره د يوه امنيتي تړون له مخې د عامه ساتنې معينيت له ساتوونکيو څخه استفاده کوي، چارواکي يې د دغو ساتوونکيو په شتون کې خپل ځان او پانګه خوندي احساسوي.  

په دې اړه ښاغلی نوري زياتوي: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په هېواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو يو پر ځای او مناسب بدیل دی ځکه ځينو خصوصي امنیتي کمپنیو په ګډوډیو او نا امنیوکې لاس درلود او برعکس د عامه ساتنې معینیت ساتوونکي  مشخص یونیفورم او مسلکي زده کړې لري او موږ يې په شتون کې د امنيت له پلوه ځانونه ډاډمن احساسوو.

نوموړی همدارنګه له ټولو هغو ملي او بین المللي شرکتونو او پانګوالو څخه چې  د ځانونو او شتمنیو د ساتنې له پاره امنيتي ساتوونکيو ته اړتيا لري، غواړي چې  د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له امنیتي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

د ويلو ده چې د نادولتي پروژو او تاْسيساتو ساتنه د عامه ساتنې معينيت او امنيتي تصدۍ په کاري استقامتونو کې ځای لري، چې تر دې دمه يې په لس هاوو پروژې او تاْسيسات تر خپل امنيتي پوښښ لاندې راوستي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د بین المللي پروژو د ساتنې ریاست مفرزې اکمال شوې

د ۱۳۹۲ کال د غويي ۲ نېټه، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معیینت د بین المللي پروژو د ساتنې ریاست خپلې محافظتي مفرزې له لوژستکي او تسلحاتي پلوه اکمال کړې .

د بین المللي کمپنېو د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه د بین المللي پروژو د ساتنې ریاست مسوولینو له خوا د امنیتي لاسلیک شویو تړونونو پر اساس کانټرک کمپنی، ۱ کانټرک ، ۲ کانټرک ، IRD ، انټرنیوز، IECS او د چکي سپورټ کمپنی ته ۹۱ میله ډول ډول وسلې او مهمات توزیع شول.

همدا ډول دبین المللي پروژو د ساتنې ریاست د رالېږل شوي راپور پر بنسټ د یادو کمپنېو محافظتي پرسونل ته بانکي او هویت کارتونه وویشل شول او د بالاحصار او AEAI کمپنېو ۵۱ تنه ساتونکي یې ثبت او راجستر کړل.

یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې د بین المللي پروژو د ساتنې ریاست د ښو ا

منیتي خدمتونو په وړاندې کولو سره په دې توانیدلی چې بهرنیو پانګوالو ته د ښه تجارت زمینه برابره او د هغوی توجه په هېواد کې پانګونې ته را وګرځوي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د کابل کمپاوند کمپ امنيتي مسؤوليت د عامه ساتنې معينيت ته وسپارل شو

د ۱۳۹۲ کال د غوي ۱ ، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتی تصدی معینیت  د ایساف ځواکونو د دویم کمپ کابل کمپاوند امنیتي مسؤولیت هم په غاړه واخیست.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله د دغه کمپ په انګړ کې جوړ شوي وو، د آيساف ځواکونو د جنرالانو او منسوبانو سربيره د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت د بين المللي پروژو د ساتنې رئيس مل پاسوال عبدالواحد شريفي او د سوداګريزو چارو رئيس احمد شعيب شريفي هم ګډون کړی وو.  

په پيل کې د کابل کمپاوند کمپ قوماندان جنرال هال په خپلو خبرو کې راغليو ميلمنو ته په ښه راغلاست ويلو سره وويل چې عامه ساتنې ځواکونو ته د آيساف ځواکونو د دويم کمپ امنيتي لېږد د دې معني ورکوي چې اوس افغان امنيتي ځواکونه په تيره بيا د عامه ساتنې پوليس له مسلکي او تسليحاتي پلوه

ښه تجهيز شوي او د دې وړتيا لري چې په يوازيتوب سره خپلې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه پر مخ بيوځي.ورپسې مل پاسوال عبدالواحد شریفي خبرې وکړې او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت په تيره بيا د د خصوصي امنيتي کمپنيو د بې وسلې کولو او امنيتي لېږد په اړه د جمهور رئيس د ۶۲ ـ ۴۵ ګڼو فرمانونو د پلي کولو په برخه کې د ایساف ځواکونو له مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: د عامه ساتنې ځواکونو ته د کابل کمپاوند کمپ لېږد يو اساس پړاو دی او موږ به هڅه وکړو چې دغه ستر مسؤوليت په برياليتوب سره تر سره کړو او په دې لار کې به له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړو.

همدارنګه احمد شعیب شریفي د خپلو خبرو په ترڅ کې د خصوصي امنيتي کمپنيو منحلول او افغان ځواکونو ته  د آيسف ځواکونو د کمپونو د امنيت ساتنې مسؤوليت لېږد د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په تيره بيا د عامه ساتنې معينيت له پاره يوه لويه لاسته راوړنه ده.

د یادودنې وړ ده چې د کورنيو چارو د وزير ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ او آيساف ځواکونو د عمومي قوماندان تر منځ د شوي تړون پر اساس په افغانستان کې د آيساف او د امريکا د دفاع وزارت د ټولو کمپونو تاْسيساتو امنيتي مسؤولیت د عامه ساتې معينيت ته سپارل کېږي چې په دې ترڅ کې د دويم کمپ مسؤوليت دغو ځواکونو ته وسپارل او دغه پروسه به په نېږدې راتلوونکې بشپړه شي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


څلور نوي امنیتي تړونونه لاسلیک شول

۱۳۹۲ د وري ۳۱ مه کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معنییت د پروتوکولونو آمریت د قانوني پړاوونو د بشپړولو وروسته دمشرق انجنیرنګ ساختماني شرکت، د آسیا پرمختیایي موسسې د کابل او قندهار څانګو او د کانترک انټرنیشنل د جلال  آباد څانګې سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

یاد امنیتي تړونونه د مشتریانو د غوښتنې پر بنسټ د هغوی د پروژو د امنیت ساتنې او تجارت د پرختیا په موخو د عملیاتو چارو لوي ریاست له خوا تر امنی سروی وروسته لاسلیک شول.

همدا ډول د پروفیشنل ترک شرکت، غلام رسول د سړک جوړونې شرکت، د میتاک ساختماني شرکت دقندهار د ژیړي او هوایي ډګر څانګو،د هېواد وال ګروپ ، د سالارزي د خطر کابو کولو کمپنی او د رحمت صدیقي فیول لمیتد امنیتي تړونونه د بشپړېدو په حال کې دي چې په نیږدې راتلوونکي کې به لاسلیک شي.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښو او وړ امنیتي خدمتونو په وړاندې کولو سره په دې توانیدلی چې د مشتریانو رضایت تر لاسه او خپل حیثیت د یوه معتبر امنیتي ارګان په توګه وساتي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د غیردولتي پروژو د امنيت ساتنې په موخه ۹۶ تنه نوي ساتوونکي وګمارل شول.

د۱۳۹۲ کال د وري ۲۸مه ، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې معينيت د غير دولتي پروژو د ساتنې رياست د روان کال د وري له ۱۳ ـ ۲۵ نېټې پورې د غيردولتي پروژو د ساتنې په موخه ۹۶ تنه ګاردان د مقررۍ پروسې د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته استخدام او په روزنيز مرکز کې تر روزنې وروسته به د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په دندو وګمارل شي.

د غير دولتي پروژو د ساتنې رئيس مل پاسوال شير علي ګوهر د پورتني په يادولو سره زياته کړه: موږ همدارنګه د دغه رياست د  ۹۵ تنه ساتوونکيو سوانح په ډيټابيس کې ثبت کړي او د ۵ تنو ساتنمنانو او افسرانو د مقررۍ وړاندېز اړوندو مسؤولانو ته استول شوی دی

د ښاغلي علي ګوهر په وينا په دغه موده کې همدارنګه د عمران حميد شرکت له محافظتي قطعې څخه چې امنيتي تړون يې فسخ شوی، ۱۰ ميله کلاشينکوف را ټول او ديپو شوي دي.

نوموړي همداشان زياته کړه چې په ياده موده کې د عزيزي، AIB او باختر

بانکونو د محافظتي قطعاتو وضعيت کنټرول شوی او د چارو د ښه والي او د ستونزو د لېرې کولو له پاره ور ته لازمې سپارښتنې وشوې. د غير دولتي پروژو د ساتنې رئيس مل پاسوال شير علي ګوهر د پورتني په يادولو سره زياته کړه: موږ همدارنګه د دغه رياست د  ۹۵ تنه ساتوونکيو سوانح په ډيټابيس کې ثبت کړي او د ۵ تنو ساتنمنانو او افسرانو د مقررۍ وړاندېز اړوندو مسؤولانو ته استول شوی دی

د ښاغلي علي ګوهر په وينا په دغه موده کې همدارنګه د عمران حميد شرکت له محافظتي قطعې څخه چې امنيتي تړون يې فسخ شوی، ۱۰ ميله کلاشينکوف را ټول او ديپو شوي دي.

نوموړي همداشان زياته کړه چې په ياده موده کې د عزيزي، AIB او باختر بانکونو د محافظتي قطعاتو وضعيت کنټرول شوی او د چارو د ښه والي او د ستونزو د لېرې کولو له پاره ور ته لازمې سپارښتنې وشوې.

هيره دې نه وي چې د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينیت د غيردولتي پروژو د ساتنې رياست چې د دغه معينيت د عملياتي چارو لوی رياست په چوکاټ کې فعاليت لري، تر اوسه په لس هاوو غير دولتي پروژې او تاْسيسات تر خپل امنيتي پوښښ لاندې راوستي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


دانیپان کمپنۍ د عامه ساتنې د محافظتي پرسونل په شتون کې د ډاډمن امنيت احساس کوي.

د۱۳۹۲ کال د وري ۲۷مه ، کابل - افغانستان

د دانیپان کمپنۍ مسؤولینو دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت کاراو فعالیت د یادې کمپنۍ د امنیت له پاره ګټور وباله او ستاینه يې ور نه  وکړه.

د دانیپان کمپنۍ د امنیتي چارو مسؤول تاد هاریس دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مطبوعاتو او نشراتو آمریت سره په مرکه کې وویل: د هغې ارزونې له مخه چې زموږ له خوا تر سره شوې د عامه ساتنې معینیت ټول ساتوونکي له مسلکي روزنې څخه برخمن دی  او په خپل وخت سره خپلې اړوندو دندې تر سره کوي. دهغه په وینا دوې د عامه ساتنې معینیت د ساتوونکیو په شتون کې خپل ځان ډاډمن بولي.

همدارنګه د یادې کمپنۍ دلګي مشر درېیم ساتنمن رحمت الله  له هغه پرسونل او تجهیزاتو څخه چې د عامه ساتنې معینیت له خوا دوې ته ورکړل شوي،  د قناعت وړ وبلل او د یادې کمپنۍ د امنیت له پاره بشپړ چمتووالی وښود. 

د دانیپان کمپنۍ کابو یوکال کیږې چې د خپل امنیت له پاره يې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ له معینیت سره امنیتي ټَرون لاسلیک کړی او لسګونه ساتوونکیو لري چې ۵۰ تنه یې د کابل په مرکز کې په کار بوخت دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د تیرې اوونۍ په ترڅ کې څلور امنيتي تړونونه لاسلیک شول

د ۱۳۹۲ کال د وري ۲۶، کابل - افغانستان

دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د پروتوکولونو آمریت د خپلو فعالیتونو په لړ  کې تیره اوونۍ له درک بارون هوټل، د کانترک انترنشنل د بغلان سایت، افغان پلیت ګروپ سرویسس او نوي طاهر محمدي کمپنیو څلور امنیتي تړونونه سره لاسلیک کړل.

همدارنګه د دغه آمریت د معلوماتو له مخې  د آسیا، غلام رسول، د ښارجوړولو وزارت د خواجه رواش پروژې، مشرق انجینیری، میتاک او افغانیار کمپنیو تړونونه تر کار لاندې دي.

د یو بل خبر له مخې د عامه ساتنې معینیت د پروتوکولونو آمریت د سلطان زاده قیس ګروپ کانسترکشن، د کمال خان بند، کوپکه، افغان تجارتي مرکز، دي اچ ال نتس، سالارزی رسک منجمنت، دمیتاک کمپنی د کندهار سایت، غلغله ګروپ او خطر تایګر رسک کمپنیو سره  د امنيتي تړونونو له پاره  د اړتیاوو د تثبیت فورمونه ترتیب کړي دي.

همدا ډول د ندا ټیلي کمونیکیشن، CADG، عزیزی بانک، الفلاح بانک،

رحمت صدیقي فیول، میوند بانک، ایګل انترنشنل، ملت نیت ورکس، احسان او اونال اسینل ګروپ  کمپنيو ته  چې د خپلو امنیتي تړونونو د دوام غوښتوونکي دي د امني سروي په موخه  ور ته رسمي مکتوبونه لیږدول شوي دي.

هیره دې نه وي چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د هېواد په کچه د ډاډمنو امنیتي خدمتونو په وړاندې کولو او د مجهز او مسلکي پرسونل په درلودو سره تل د هېوادوالو په چوپړ کې دی.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د وي لاسک کمپنۍ چارواکي د دغې کمپنۍ د امنیتي ساتونکيو فعالیت مسلکي او ډاډمن بولي

د۱۳۹۲ کال د وري ۲۴مه، کابل - افغانستان

د وي لاسک کمپنۍ چې له څه مودې راهيسي د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ له معینیت سره د امنیتي تړون له مخې د خپل امنيت له پاره د دغه معینیت له محافظتي پرسونل څخه استفاده کوي، دغه ارګان د هېواد په کچه دامنیتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې تر ټولو ډاډمن او مسلکي بولي.

د وي لاسک کمپنۍ مسؤول محمد حکیم هاشمي د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ټولې چارې د منلو وړ بولي  او زياتوي چې امنيتي پرسونل يې لازمه مسلکي روزنه لري او خپلې چارې په قانوني توګه پر مخ بيايي.

همدارنګه نوموړی د امنيتي تړون قيمت هم مناسب وباله او زياته يې کړه چې  د عامه ساتنې معینیت د امنيتي تړونونو نرخ  هم مناسب دی او بل دا چې عواید يې  د افغانستان خزانې ته ځي او د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې لګول کېږي.

د یادې کمپنۍ قوماندان درېیم ساتنمن علم الدین هغو وسلو او تجهیزات چې د

عامه ساتنې معینیت له خوا دوې ته ورکول کېږي مناسب او کارنده وبلل.  

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د لاښه امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه خپلو ټولو ساتوونکیو ته په روزنیز مرکز کې زده کړه ورکوي تر څو وکولي شي د عمل په ډګر کې خپلې ور سپارل شوې چارې په ښه او ډاډمنه توګه تر سره کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له روزنيز مرکز څخه ۳۹۳۴ تنه فارغ شوي دي.

د۱۳۹۲ کال د وري ۲۱مه، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ډاډمنو امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو او د خپلو ساتوونکیو د مسلکي وړتيا لوړولو په موخه له خپل اړوند روزنيز مرکز څخه  تر دې دمه په ۲۳ دورو کې ۳۹۳۴ تنه ساتوونکي فارغ کړي دي.

دغه  روزنیز مرکز چې هره روزنيزه دوره يې څلور اوونۍ ده، د دولتي، غیردولتي او بين المللي پروژو او د اکمالاتي قطارونو د امنيت ساتنې په موخه يې څه کم څلور زره ساتوونکي او ګاردان روزلي چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په خپلو دندو بوخت دي.

د عامه ساتنې معينيت د ښوونی او روزنی لوی مدیر سمونوال محمد نواز ساپی په دې اړه وايي: زموږ د روزنيز مرکز هره روزنيزه  دوره څلور اوونۍ ده چې د اکمالاتي قطارونو د ساتونکیو له پاره دوې نورې اوونۍ هم  په پام کې نيول شوي چې په ترڅ کې يې د موټر چلولو او د موټرو تخنیکې چارې زده کوي تر څو له زیانمنو وسايطو او ساتوونکیو سره مرستي وکړي او هغوی ډاډمن ځاې ته ورسوي.

د ښاغلي ساپي په وينا؛ دغه روزنیز مرکز د سیارو ښوونکيو ټیم هم لري چې ۶ تنه یې د هرات ولایت په روزنیز مرکز،۲ تنه یې په فاریاب، ۲ تنه یې په بادغیس، ۲ تنه یې په کندز، ۲ تنه یې په ننګرهار،۲ تنه یې په بلخ او ۳ تنه

یې په میدان وردکو ولایتونوکې فعاليت لري چې تر اوسه يې  ۱۸۴۸ تنه ساتوونکیو په نظرې، علمي، مسلکي او د کلاشینکوف او پیکا د انداخت په برخو کې روزلي دي.

باید وویل شي چې د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت د ښوونې او روزنې لوی مديريت په پام کې لري چې د آيساف او امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت د کمپونو د امنيتي چارو د مسؤوليت اخېستلو سره سم چې په دې نېږدې راتلوونکې کې به دغه پروسه بشپړه شي، خپلې روزنېزې چارې نورې هم چټکې کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د عامه ساتنې ځواکونو په مرسته  يو فرانسوی وګړی د اختطاف کوونکيو له بند څخه آزاد شو

د ۱۳۹۲ کال د وري ۲۰ مه، کابل ـ افغانستان

دغه فرانسوي تبعه چې پیری بورغی نومېږي، څلور مياشتې مخکې د کابل ولایت له قلعه فتح الله سيمې څخه د څلورو اختطاف کوونکيو له خوا تښتول شوی وو، د ميدان وردکو ولايت په مربوطاتو کې له هغوی څخه په تيښته بريالی شوی او ځان يې د عامه ساتنې معينيت ته سپارلی دی.

پیری بورغی چې یو خپلواک عکاس دی، د عامه ساتنې معينيت له مطبوعاتي څانګې سره په مرکه کې وويل چې د تير کال د نوامبر مياشت په ۲۸ مه د څلورو وسلوالو اختطاف کوونکيو له خوا په يوه سپينه کورولا ډوله موټر کې وتښتول شو او څلور مياشتې يې د هغوی په بند کې تيرې کړې.

نوموړي چې له اختطاف کوونکيو څخه په تيښته بريالی شوی او ځان يې د عامه ساتنې معينيت د ميدان وردکو قطعې ځواکونو ته سپارلی، د دغو ځواکونو له مرستې او همکارۍ څخه مننه کوي او زياتوي چې د ده په خلاصون کې يې مرسته کړی او په خوندي توګه يې تر کابله رارسولی دی.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د بین المللی پروژو رئيس له ګمبیړی کمپ څخه لیدنه وکړه

د۱۳۹۲ کال د وري ۱۹مه، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د بین المللي پروژو رئیس مل پاسوال عبدالواحد شریفي د یوه پلاوي په مشرۍ چې  بین المللي سلا کاران هم ور سره وو،  د لغمان ولایت له ګمبیړی کمپ څخه لیدنه وکړه.

لومړی ښاغلی شریفي د بین المللي سلاکارانو، د نوموړی کمپ له قوماندان او مسؤولینو په ګډون په یوه ناسته کې ګډون وکړ او د یاد کمپ د امنیتي چارو د لاښه کیدو په موخه يې چارواکيو ته لازمې لارښوونې وکړې او په دې اړه يې مطرح شويو پوښتنو ته د قناعت  وړځوابونه وویل.

همدارنګه  مل پاسوال شریفي او ورسره پلاوي يې  د ګمبیړی کمپ  امنيتي فعالیتونه او د پهره دارۍ سيمې له نېږدې وکتلې  او د لا ښه امنیت د ټینګښت او د ساتونکیو د ثبت او راجستریشن له پاره يې د یاد کمپ محافظتي پرسونل ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوي يې خپلو اړوندو دندو ته ځېر کړل.

هيره دې نه وي، ګمبيري کمپ چې د آيساف او د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت ځواکونو په کې ميشت دي، په دې وروستيو کې يې امنيتي چارې د عامه ساتنې معينيت ته سپارل شوي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د عامه ساتنې معينيت محافظتي پرسونل له مسلکي روزنې څخه برخمن دي.

د ۱۳۹۲ کال د وري ۱۸ مه، کابل ـ افغانستان

د تندرا امنيتي کمپنۍ سلاکاران او مسؤولين د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت جوړېدل د افغان دولت يوه لويه لاسته راوړنه بولي او د دغه معينيت د محافظتي پرسونل د مسلکي وړتيا ستاينه کوي.

تندرا امنيتي کمپنۍ چې د آيساف کمپونو د داخلي امنيت د ټينګښت او سلامشورې په برخه کې کار کوي، مرکزي څانګه يې په کابل او ساحوي څانګې يې په کندهار او هلمند ولايتونو کې فعاليت لري.

د يادې کمپنۍ مرستيال خيبر د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت له فعاليتونو څخه د خوښي په څرګندونو سره وويل: د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت هغه محافظتي پرسونل چې د تندرا کمپنۍ د امنيت ساتنې له پاره ګمارل شوي، ښه مسلکي وړتيا لري او خپلې دندې په ښه او مسلکي توګه تر سره کوي.

نوموړي زياته کړه چې د عامه ساتنې له معينيت سره امنيتي تړون د تندرا کمپنۍ يوه لويه لاسته راوړنه ده او اوسمهال دغه کمپنۍ له ډاډمن امنيت څخه برخمنه ده او خپلې چارې په ښه  توګه تر سره کولی شي.

د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معينيت چې د هېواد د جمهور رئيس د ۶۲ ګڼې فرمان پر اساس د امنيتي خصوصي خصوصي کمپنيو د لغو کولو  او د هغو د  مسؤوليتونو د اخېستلو په موخه د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوی، پر دې توانيدلی چې له  يو زيات شمېر کورنيو او بين المللي پانګوالو سره په مناسبه بيه امنيتي تړونونه لاسليک او  له دې لارې د دولت مالي ملاتړ وکړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


له ملي او بين المللي شرکتونو سره پنځه امنيتي قراردادونه لاسلیک شول

د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري ۱۷مه، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د قراردادونو آمریت د خپلو فعالیتونو په لړ کې په دې وروستیو کې د ملي او بین المللي پانګوالو سره پنځه امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي.

دیاد آمریت آمر احمد سلیم صحاح په وینا، د قراردادونو آمریت په څو ورځو کې د ایګل سنټر نشنل، د افغانستان برښنا، آسیا، سمیک انترنشنل او کانترک انترنشنل شرکتونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړې دي.

د یو بل خبر له مخې  د قراردادونو آمریت له خوا د امنیتي تړونونو په موخه د آریانا ګروپ، د کمال خان برښنا بند، افغانیار، نشنل فیول کارپوریشن، الفلاح بانک، کانترک انترنشنل، هلوټرست او AEAI شرکتونو له پاره  د اړتیا د تثبیت فورمونه چمتو شوي دي.

همدارنګه د رود اند روف، سنترال مایننګ سرویس، ضیاء احمدزي، رسک منجمنت، ګلبهار سنټر، افغان بیمه، یونیک بیلدرز، لکشور تالتست، اتصالات او افغان تلې کام شرکتونو سره د امنیتي تړونونو په موخه د امني سروې له پاره  رسمي مکتوبونه استول شوي دي.

هیره دې نه وي چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په هېواد کې د امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو د يوازيني ارګان په توګه  تر دې دمه له ملي او بین المللي پانګوالو سره له دوو سوو څخه زيات امنيتي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


ګلوبل الاینس د عامه ساتنې معينيت يو ډاډمن  امنیتی ارګان بولي

۱۳۹۲ کال د وري ۱۴ مه کابل افغانستان

ګلوبل الاینس لوژستیکي کمپنۍ چې امنيتي چارې يې د عامه ساتني او امنیتي تصدۍ معینیت له خوا تر سره کېږي،  دغه معينيت  د افغانستان دولت له بشپړ ملاتړڅخه برخمن وباله.

ګلوبل الاینس شرکت يوه لوژستيکي کمپنۍ ده چې د آیساف ځواکونو له پاره خوراکي او لوژستیکي مواد چمتو کوي، امنیتي چارې يې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د اتلسو ساتوونکي له خوا پر مخ بیول کېږي چې په بیلابېلو شفټونو کې خپلې دندې سرته رسوي.

د ياد شرکت د عملیاتي چارو مسؤول همایون احمدي د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت فعاليتونه د قناعت وړ وبلل او زیاته یې کړه: د عامه ساتنې معینیت یوازنی ارګان دی چې تر یوه چتر لاندې، په منظم يونيفورم سره  د واحدې قوماندې پر اساس امنيتي خدمتونه وړاندې کوي او د افغان دولت بشپړ ملاتړ

له ځان سره لري.نوموړي زياته کړه چې په خصوصي امنيتي کمپنيو کې دغه ځانګړنې نه وې او په نامنظمه توګه يې فعاليت کاوو چې يو لړ ګډوډي يې رامنځته کړې وي، چې منحلول او خلع سلاح يې يو ښه ګام وو.

باید وویل شې چې د عامه ساتنې ځواکونو خپلو ټاکل شويو موخو ته چې د ملي او نړیوالو پانګوالو ته د ډاډمنو امنیتي خدمتونو وړاندې کول دي ، نیږدي کیږي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د شخصي امنیتي کمپنیو يو قانونمند بدیل دی

د۱۳۹۲ کال، د وري ۱۳مه، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مالي او سوداګريزو چارو  لوی ریاست په هېواد کې د امنيتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه تر اوسه له ملي او بین المللي شرکتونو سره تر۲۳۵ زیات تړونونه لاسلیک کرې او له دې درکه يې په ميليونونو افغانيو پانګه د دولت خزانې ته سپارلي؛ دا چې دغه قراردادنو د کومو معيارنو پر اساس لاسليک کېږي او په دې برخه کې د راتلوونکيو پلانونو په اړه مو د مالي او سوداګريزو چارو لوی رئيس ښاغلی حشمت الله لطيفي غږولی، چې د مينه والو پام يې لوستلو ته رابولو:

مطبوعات: لکه څنګه چې پوهیږﺉ عامه ساتنه او امنیتي تصدۍ  دوه جلا کليمې دي چې د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معینیت ور څخه جوړه شوې؛ که د دغو دوو کليمو يعنې عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ د دندو او فعاليتونو په اړه هېوادوالو ته معلومات ورکړﺉ!

لطیفي: په دې اړه بايد ووايم چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مقام د ۴۵ او ۶۲ ګنو فرمانونو پر اساس د یوې انتفاعې تصدۍ په بڼه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړشو، دا په دې معنې چې له خپلو عوایدو څخه خپل مصارف تمویل کړي، دغه معینیت د تصدۍ عالي شورا تر چتر لاندې چې د کانونو، اوبو او

بريښنا، سوداګرۍ، ماليې او اقتصاد وزيران او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رييس يې غړيتوب لري او د کورنيو چارو وزارت ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ يې مشري کوي،  فعاليت لري.

مطبوعات: د مالي او سوداګريزو چارو لوی ریاست د امنیتي تصدۍ لویه برخه جوړوي، که ووایاست چې دغه ریاست د عامه ساتنې معینیت په چوکاټ کې کومې عمده دندې په مخ بيايي؟

لطیفي: لکه چې له نوم یی معلومیږې دمالي او سوداګرۍ لوی ریاست د قطعاتو او زونونو لوژستیکې، مالي او تدارکاتې چارې سمبالوي او د امنیتي، تدارکاتي او لوژستیکي تړونونو له لارې چې د دغه معینیت د فعاليتونو عمده  برخه ده، د دولت مالي ملاتړ کوي او د معينيت د ملکي او نظامي کارکوونکيو او منسوبانو معاشونه اجراء کوي.

مطبوعات: د مالي او سوداګريزو چارو لوی ریاست د تشکیلاتو په اړه که رڼا واچوﺉ!

لطیفي: د مالي او سوداګريزو چارو  لوی ریاست په خپل تشکیل کې د مالي او اداري، تأمیناتو او سوداګرۍ ریاستونه لري چې ياد رياستونه د خپلو دندو د لايحو پر اساس خپلې چارې پرمخ بیایي، چې مالي ریاست د مالي چارو، د تأمیناتو ریاست د اکمالاتي او لوژستیکې چارو او د سوداګرۍ ریاست له ملي او بین المللي شرکتونو سره د تړونونو د لاسلیک چارې پر غاړه لري.

مطبوعات:  تاسو له ملي او بين المللي شرکتونو سره د قراردادونو د لاسليک خبره وکړه، که په دې اړه لږ څه رڼا واچوﺉ چې تر اوسه پورې څو امنیتي او تدارکاتي تړونونه لاسلیک شوي او په کومو برخو کې؟

لطیفي: د امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې تر۲۳۵ زیات تړونونه لاسليک شوي چې  د قطارونو د بدرقې،  اکمالاتو،  تدارکاتو او د  ملي، بین المللي او خصوصي پروژو او تاْسيساتو د ساتنې  برخې یې تر خپل پوښښ لاندې راوستی. همدارنګه بايد ووايم چې دغه قراردادونه د هغو معيارونو پر اساس لاسليک شوي چې د تصدۍ د عالي شورا له خوا ټاکل شوي دي. او هر هغه شرکت چې د تړون شرایط پوره کړي کولی شي د مناسب قيمت په بدل کې له معينيت سره د امنيت ساتنې په برخه کې تړون لاسليک کړي.  

مطبوعات: دا چې د مالي او سوداګريزو چارو لوی ریاست یوه عایداتي او استهلاکي ریاست دی، په خپلو  چارو کې د رڼه والي او د فساد د نه شتون په اړه هېوادوالو څومره ډاډ ورکولی شئ؟

لطیفي: خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د دغه ریاست  په ټولو څانګو کې هیڅ ډول فساد شتون نه لري او د فساد د مخنيوي په موخه مو جدې تدابير نيولي  چې د  مالي په برخه کې د پرمختللي سافت وییرونو يې يوه ښه بېلګه ده. همدارنګه په نورو برخو کې زموږ د تفتیش او کنټرول ټیمونه په دوامداره توګه د  کارکوونکيو چارې څاري او په اړه يې چارواکيو ته ریپورټ ورکوي.

مطبوعات: ځينې مشتريان د امنيتي قراردادونو د بييو له لوړوالي څخه سرټکوي، تاسو په دې اړه څه واياست؟

لطیفي: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د تصدۍ د عالي شورا د پرېکړې پر بڼست له هرې محمولې نه په هرو ۵۰ کیلومټرو  ۱۷۵ امریکایي ډالره اخلې چې د شخصي امنیتي کمپنیو په پرتله ډیر ارزانه او مناسبه بیه ده؛ تر دې مخکې امنيتي خصوصي کمپنيو په همدومره واټن کې  له هرې محمولې څخه ۲۸۰ امریکایې ډالره اخېستل. نو له دې کبله ويلی شو چې د عامه ساتنې معینیت د مجهز یونیفورم په درلودلو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شخصي امنيتي کمپنيو په پرتله  په مناسبه بيه  ډاډمن امنیتي خدمتونه وړاندې کوي او خلک په دغه ارګان باندې پوره ډاډ لري.

مطبوعات: د کارکوونکيو ګماړل د کوم معیارونو پر اساس تر سره کیږې؟

لطیفي: د کارکوونکيو ګماړنه د ملکې خدماتو د قانون پر بڼست او د آزاد رقابت له لارې تر سره کیږې چې لومړی خالې بستونه اعلانیږې او وروسته د لیاقت او وړتيا پر اساس د ټاکنو د کميسيون له خوا چې مشري يې د مقام د دفتر رييس مل پاسوال غلام سخی رحیمي کوي، تر آزموينې وروسته په دندو ګمارل کېږي.  

مطبوعات: د کارکوونکيو د وړتيا د لوړولو په موخه کوم پلانونه لرﺉ؟

لطیفي: په یوه اداره کې د کارکوونکيو وړتيا ځانګړی ارزښت لري؛ په همدې موخه  زموږ کارکوونکي په مختلفو برخو روزل شوي. همدارنګه د مالي مشورې ورکونې مؤسسې له خوا چې لګښت يې د شمالي اتلانتيک سازمان ( ناټو) ځواکونو او نړيوالې ټولنې له خوا ورکول کېږي، د وړتيا لوړولو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. همداشان په پام کې لرو چې د کارکوونکيو د علمي کچې  د لوړاوي له پاره له يو شمېر پوهنتونونو سره تړون لاسلیک کړو تر څو زموږ کارکوونکيو ته په بېلابېلو څانګو کې زده کړې ورکړي.

مطبوعات: د چارو  د لا ښه والې له پاره په  راتلونکې کې څه پلانونه لرﺉ؟

لطیفي: موږ په پام کې لرو چې د کار د لا ښه والي له پاره خپل کارکوونکي په بېلابېلو څانګو کې وروزو او د نویو کارکوونکيو د استخدام له پاره هم په پام کې ده چې مسلکې او تجربه لرونکې کسان وګومارو تر څو له دې لارې خپلو اصلي موخه ته چې هېوادوالو ته د ډاډمنو امنيتي خدمتونو وړاندې کول دي، ورسېږو.  

مطبوعات: هغو کسانو ته چې امنيتي خدمتونو ته اړتيا لري،  څه پيغام لرﺉ؟

لطیفي: دا چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د فرمانونو پر بڼست د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړشوی او د شخصي امنیتي کمپنیو یو قانونمند بدیل دی له هېواوالو نه غواړم چې په خپلو پولیسو باندې باور وکړي تر څو له یوې خوا مو ملي عواید پیاوړي شي او له بلې خوا ډاډمن امنیتي خدمتونه تر لاسه کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د ګمبیري کمپ د امنیتي مسوولیت د عامه ساتنې معینیت ته وسپارل شو.

۱۳۹۲ کال د وري ۱۲ مه کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د بین المللي پروژو د ساتنې رئیس  مل پاسوال عبدالواحد شریفی له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ  د ګمبیري کمپ امنيتي مسؤوليت د عامه ساتنې معينيت ته وسپارل شو.

د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت د ۴۵ مې ګنې فرمان د پلي کولو په موخه مل پاسوال عبدالواحد شریفي د يوه پلاوي په مشرۍ د ګمبیري کمپ د کورنيو  او بهرنېو مسؤولینو او سلاکارانو سره تر لېدنې او خبرو اترو وروسته د دغه کمپ د ساتوونکيو د ثبت او راجستر چارې پيل کړې او د هغه مسؤوليت يې په رسمي توګه پر غاړه واخېست.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، ښاغلي  شريفي د معينيت د پاليسيو او کاري موخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه د سوداګريزو چارو رئيس ښاغلي احمد شعيب شريفي د ګمبيري کمپ د امنيتي تړون او د هغه د اړتياوو په اړه خبرې او دغه کار يې د جمهور رئيس د ۴۵ او ۶۰ ګڼو فرمانو د تطبيق له پاره يوه ښه لاسته راوړنه وبلله. 

د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت او د ناټو ځواکونو تر منځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون پر بنسټ د ایساف د کمپونو د امنیت ساتنې چارې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ته سپارل کېږي، چې مقدماتي چارې يې لا دمخه پيل شوي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


پاسوال عبدالجميل جنبش له استيفن مک فارلند سره وکتل

د ۱۳۹۲ کال د وري ۱۲ مه، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین لوي پاسوال عبدالجمیل جنبش په خپل کاري دفتر کې د قانون د تنفیذ او همغږۍ په څانګه کې د امريکا د متحده ایالتونو سفیراستیفن مک فارلند سره ولیدل.

د دې لیدنه موخه د دواړو خواوو د اړېکو پياوړتيا وه چې په ترڅ کې يې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین مقابل لوري ته د خپلو لاسته راوړنوپه اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د اکمالاتي قطارونو د لا ښه امنیت په موخه ولايتي قطعې فعاله کړي چې د قطارنو د امنیت ساتنې تر څنګ يې  د لویو لارو د امنیت په ټنيګښت کې هم رغنده رول لوبوی.

ښاغلی جنبش همدارنګه د اکمالاتي قطارونو د امنیت ساتنې په موخه له  آرم ایشیا شرکت سره د نقلیه وسایطو د پېر له موضوع نه هم يادونه وکړه چې د قطارونو د امنيت ساتنې قطعو په اکمال او پياوړتيا کې به ښه رول ولري.  

لوی پاسوال جنبش خپلو ټاکل شویو موخو ته د رسيدو له پاره د نړیوالې ټولنې، د متحده ایالاتو او ناټو د مرستو دوام  اړین وباله چې په مقابل کې استیفن مک فارلند له خوا ور ته د هر اړخېزو مرستو د دوام ډاډ ورکړل شو.

هېره دې نه وي چې د عامه ساتنې معینیت د يو دوه اړخیز تړون پر اساس د آيساف او د امریکې د دفاع وزارت د کمپونو د امنيت ساتنې چارې هم پر غاړه اخلي، چې د مقدماتي چارو په ترڅ کې يې تر دې دمه له ۵۳ کمپونو څخه د درېيو هغو امنيت ور ته سپارل شوی او ډېر ژر به دغه پروسه بشپړه شي.  

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د درېیو بین المللي کمپنېو امنیتي چارې کنټرول شوې

۱۳۹۲ کال د وري ۱۰ مه کابل افغانستان

دبین المللي پروژو ساتنې رئیس د دریو کمپنېو امنیتي وضعیت و ارزاوه.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د پلان او لارښوونې پر بنسټ د بین المللي پروژو ساتنې رئیس مل پاسوال عبدالواحد شریفي په مشری  ټاکل شوي پلاوي دIRD، انټرپارټ او ایکپ دو کمپنی چارې کنټرول کړې. د دغه کنټرول موخه د هغه محافظتي پرسونل د کړنو ، نظم او ډسپلین ، امنیتي وضعیت او د عسکري پرنسيپونو ارزونه وه چې دبین المللي تاسیساتو د امنیت ساتنې مسؤولیت په غاړه لري.

ښاغلي شریفي د یادې کمپنېو چارواکو او سلاکارانو سره د ستونزو د حل او د امنیتي چارو د ښه والي په هکله خبرې

وکړې او مقابل لوري هم په دې برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه ورکړه.

په پای کې د یادې کمپنېو قوماندانانو کاري پلانونه وارزول شول او دوی ته د اړوندو دندو په هکله لازمې لارښوونې وشوې چې خپلې دندې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت دپرانسیپونو او اساساتو سره سم پر مخ یوسئ او د تاسیساتو د ساتنې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه و نه کړي.

د مطبوعاتو او نشراتو آمریت


د عامه ساتني معینیت دری امنیتي تړونونه لاسلیک کړل

۱۳۹۲ کال د وري ۷ مه - کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د روانې اوونۍ په ترڅ کې له درېیو شرکتونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د  دغه معینیت د مالي او سوداګریزو چارو لوی ریاست د قراردادونو آمریت د کانترک انترنیشنل، O&M د هرات او جلال آباد له سایټونو او د ZB ترانزیتي او ترانسپورتي شرکتونو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل چې پر بنسټ یې د یادو شرکتونو د امنیت ساتنې چارې د عامه ساتنې معینیت ته وسپارل شوې. یاد قراردادونه د عملیاتي چارو لوی ریاست تر امني سروې وروسته لاسلیک شول.

همدا ډول د AFGS شرکت د پکتیا کوټ سایټ ، د ایکام سیکاسوت Aecom

Aecom Sika South او د کانټرک انټرنیشنل د مزار شریف سایټ د تړونونو متن او د اړتیاوو د تثبیت فورمونه جوړ شوي چې په نیږدې راتلونکي کې به لاسلیک شي.

د یاد معینیت د قراردادونو مسؤولین هيله لري چې د روان کال په ترڅ کې به د دېته ورته امنیتي تړونونو په لاسلیکولو سره د پام وړ پانګه د دولت خزانې ته ولېږدول شي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې معینیت د جمهوري رياست د ۴۵ او ۶۲ ګڼې فرمانونو تطبيق ته ژمن دی

د ۱۳۹۲ کال د وري ۶ مه، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین لوي پاسوال عبدالجمیل جنبش چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مقام د ۴۵ او ۶۲ ګنې فرمانونو د پلي کولو په موخه د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته ور بلل شوی وو، د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې يې وویل: موږ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مقام د ۴۵ او ۶۲ ګنې فرامانونو  پلي کولو ته ژمن یو او د اکمالاتي قطارونو د امنیت ساتنې تر څنګ د کابل ـ قندهار، کابل ننګرهار او نورو مواصلاتي لویو لارو د امنیت ساتنې په برخه کې هم زموږ ځواکونو اغیزمن رول لوبولی دی.

د عامه ساتنې معین په وینا په پام کې ده چې په افغانستان کې د آیساف او د امریکا د دفاع وزارت د ۵۳ مرکزونو امنیتي چارې هم د عامه ساتنې معینیت ته وسپارل شي چې تر اوسه پورې د درېیو هغو امنیتي چارې موږ ته سپارل شوي دي.

د ولسي جرګي غړې شکیبا هاشمي د يوې پوښتنې په مطرح کولو سره وويل، ټولې شخصي امنیتي کمپنۍ د نشه يي توکو او آن د انسانانو په قاچاق کې لاس لري چې دا کار زموږ د خلکو له پاره د منلو وړ نه دې.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین يې په ځواب کې وویل چې پخوا  ۵۲  

جواز لروونکيو شخصي امنیتي کمپنیو فعالیت درلود  چې له هغو څخه  اوس يوازې  ۳۵ یې چې د جینوا د ۱۹۶۱ کنوانسیون د پرېکړې  پر اساس د دیپلماټیکو ادارو  د امنیت ساتنه کوي او  يوازې په خپلو اړوندو څانګو کې فعاليت کولی شي، خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

ځينې استازي په دې باور وو چې د دغه معينيت په مالي او عايداتي څانګو کې فساد شتون لري چې دغه ادعا د ښاغلي جنبش  له خوا په کلکه رد شوه . نوموړي زياته کړه: د عامه ساتنې معینت د قطارونو د بدرقې په برخه کې د هرو پنځوسو کيلو مترو په بدل کې ۱۷۵ امريکايي ډالره اخلي چې د خصوصي امنیتي کمپنيو په پرتله څو برابره ارزانه دی او ټول عوايد يې د دولت خزانې ته ځي.

 د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معین د ولسي جرګې استازيو ته ډاډ ورکړ چې د جمهوري رياست د فرمانونو د تطبيق په موخه شپه او ورځ هڅې کوي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د آيساف او د امريکا د دفاع وزارت تاْسيساتو او کمپونو د ساتنې له پاره پوره چمتووالی لرو.

۱۳۹۲ کال، د وری ۵مه کابل - افغانستان

په پام کې ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت، په افغانستان کې د آیساف او امریکا د دفاع وزارت د امنیتي مسؤولیتونه پرغاړه واخلې چې مقدماتي کارونه یې لا له مخکې نه پیل شوي دي. همدارنګه یاد معینیت په دې وروستیو کې د اکمالاتي قطارونو د امنیت ساتنې له پاره په عصري او پرمختلليو وسایلو سمبال د سوق او ادارې مرکز هم فعال کړی دی.

د لا نورو معلوماتو په موخه مو د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو لوي رئیس پاسوال سید کمال سادات سره مرکه کړی چې د مینه والو پام ورته را بولو:

مطبوعات: په سر کې د عملیاتي چارو لوی ریاست د کار او فعالیتونو په اړه معلومات راکړی؟

سادات: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو لوي ریاست په پنځو استقامتونو کې( د دولتي یا عام المنفعه پروژود امنیت ساتنه، د غیر دولتي پروژو ساتنه، د نړیوالو پروژو امنیت ساتنه، د قطارونو د امنیت ساتل او د دې معینیت د روزنېز مرکز چارې)  شپه او ورځ د هېواد او هېوادوالو په چوپړ کې دی.

مطبوعات: په دې وروستیو کې د عامه ساتنې معینیت په چوکاټ کې د سوق او ادارې مرکز جوړ شوی، د دې کار موخه څه ده؟

سادات: لکه څنګه چې له نامه یی جوته ده د عامه ساتنې معینیت د کارې

لومړيتوبونو پر اساس په عصرې وسایلو سمبال د سوق او ادارې مرکز جوړ شوی، چې د یاد مرکز په جوړولو سره موږ کولی شو چې د خپلو ټولو پروژي له چارو څخه په چټکۍ سره معلومات تر لاسه کړو، په همدې ډول د سوق او ادارې مرکز په جوړیدو سره موږ کولی شو چې د کورنیو چارو وزارت له نورو قطعاتو او جزوتامونو سره  په اړیکې کې واوسو. چې په همدې موخه په پام کې ده چې په لسو ولایتونو کې د دې مرکز څانګي پرانستل شي چې مقدماتي کارونه یې پيل شوي دي.

مطبوعات: ښاغلی رئیس صاحب که د قطارونو د امنیت ساتنې د قطعات په اړه یوڅه معلومات راکړﺉ چې تر اوسه څو قطعې فعال شوي دي؟

سادات: زموږ ټول قطعات  فعال شوي چې د کابل هرات، کابل ننګرهار، کابل پکتیا، کابل مزار شریف په لوي لارو او د بغلان او پکتیکا په ولایتونو کې فعالیت لري چې له یوې خوا د سوق او ادارې مرکز سره په همغږۍ سره د قطارونو د امنیت ساتنه کوي او له بلې خوا د لویو لارو په امنیت کې اغېزمن رول لوبوي.  

مطبوعات: د عامه ساتنې معینیت د روزنېز مرکز مداومینو ته په کومو برخو کې زده کړې ورکول کېږي او تر اوسه پورې له دې مرکز نه څو تنه مداومین فارغ شوي دي؟

سادات: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د روزنیز مرکز مداومینو ته د وګړيو او وسایطو د تلاشی، و وسلې تخنیک، جم نظام ، دقطارونو د امنیت ساتنې او نورو مسلکې برخو کې روزنه ورکول کېږي چې د قطارونو د امنیت ساتنې ساتونکيو ته ۶ اوونۍ او د ثابتو سایتټونو ساتونکیو ته ۴ اوونۍ روزنه ورکول کیږي. د دې تر څنګ د قطارونو د امنیت ساتنې قوماندانانو او د سوق او ادارې مرکز کارکوونکيو ته هم د اړوندو دندو د ترسره کولو په موخه لنډ مهاله کورسونه جورېږې. همدارنګه باید ووایم چې له دې مرکز نه تر اوسه پورې په ۲۳ دورو کې ۳۵۵۸ تنو د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي.

مطبوعات: تر اوسه پورې څو اکمالاتي قطارونه ستاسود ساتونکو له خوا بدرقه او انتقال شوي دي؟

سادات: تر اوسه پورې په زرهاوو محمولې په خوندې توګه لېږدول شوي دي، که څه هم د دښمنانو له خوا حملې تر سره شوې، خو د لوی خدای په مرسته زموږ د ساتونکيو له خوا دفع  شوي او محمولي په ډاډمنه توګه لېږدول شوي دي.

مطبوعات: د سوق او ادارې مرکز په جوړیدو سره د قطارونو د لېږد په برخه کې کوم بدلونونه رامنځ ته شوي؟

سادات: لکه څنګه چې زموږ هېوادوال خبر دي د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د ۴۵ او ۶۲ ګنو فرمانونو په بڼست  د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د شخصي امنیتي کمپنیو پر ځای رامنځته شو، له یوې خوا له هغه خپل سريو او بې نظمیو مخنيوی وشو چې د شخصي امنیتي کمپنیو له خوا ترسره کیدې او له بلې خوا د دولت د پانګې په پیاروتیا کې یوه لویه لاسته راوړنه ده، او اوس مهال د عامه ساتنې معینیت ساتونکي د سوق او ادارې مرکز له خوا په دوام داره توګه تر کنټرول لاندې دي.

مطبوعات: ویل کیږې چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په افغانستان کې د آیساف او د امریکا د دفاع وزارت امنیتي مسؤلیتونه بر غاړه اخلې په دې برخه کې کوم پر مختګونه شوي دي؟

سادات: دا يوه حقيقت دی چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت دا وړتیا لرې تر څو په افغانستان کې د آیساف او متحده ایالاتو د قرارګاوو د امنیت ساتنې مسؤلیت بر غاړه واخلې، د هغه تړون لیک پر اساس چې د دواړو خواو تر منځ لاسیک شو د عامه ساتنې معینیت د آیساف د دوو لویو پروژو امنیتي چارې پر غاړه اخیستې او د درېیمې پروژې د امنيتي لېږد کار هم روان دی.

مطبوعات: ویل کېږې د دوبي په رارسیدو سره امنیتي ګواښونه هم ډېرېږې د دغو ګواښونو د له منځ وړلو کوم تدابير په پام کې لرﺉ؟

سادات: دا یوه څرګنده خبره ده چې د افغانستان د خلکو دښمنان هر وخت کوښښ کوي چې زموږ د ټولنې امنیت ګډوډ کړي ولې موږ دا وړتیا لرو چې

د لوی خدای په مرسته د دښمن ټولې توطیی له منځه یوسو او خپلو مشتريانو ته خوندي او ډاډمنه امنیتي خدمتونه وړاندې کړو.

مطبوعات: ملي او نړیوالو پانګوالو ته څومره  ډاډه ورکوﺉ شی چې د دوې د پانګونې څخه ډاډمنه  ساتنه کېږي؟

سادات: که څه هم د افغانستان دښمنان کوښښ کوي چې موږ ته د سوداګرۍ له اړخه څخه زیان ورسوې او موږ کمزوري وښیي خو موږ ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې د خپل ژوند تر وروستيو شیبو پورې د پولیسو د سپيڅلې دندې په تر سره کولو سره  خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړو.

مطبوعات : د ساتونکیو د جلب و جذب له پاره کوم معیارونه په پام کې نیول کېږي او د خپل اوسنۍ پرسونل په اړه که معلومات راکړی؟

سادات: موږ دوه ډوله جلب او جذب لرو، د دولتې پروژو د امنیت ساتنې په خاطر چې هغوی ساتونکي دي او بل د غیر دولتې او نړیوالو پروژو د امنیت ساتنې په خاطر ساتونکي دي چې په داوطلبانه ډول جذبېږې.اوسمهال د عامه ساتنې معینیت د عملیاتې چارو لوي ریاست تر ۱۷۰۰۰ ډېر پرسونل لري او تمه کیږې چې د آیساف او د امريکا دفاع وزارت د کمپونو د امنیتي مسؤلیتونو په نیولو سره دغه شمېر آن ۴۰۰۰۰ تنو  ورسېږي.

مطبوعات: د ملي او نړیوالو پانګوالو  د لا ښه امنیت نیولو څه پلانونه لرﺉ؟

سادات: د پانګوالو د امنیت ساتنه د یو تړون پر اساس تر سره کیږې په هر اندازه چې د تړونونو کیفیت او کمیت لوړې وې په هماغه اندازه موږ خپلو پیریدونکيو ته ډاډمن امنیتي خدمات وړاندې کوو. همدارنګه باید ووایم چې موږ د ټولو ملي تاْسیساتو او پانګوالو د امنیت ساتنې له پاره پوره چمتوالۍ لرو.

مطبوعات: د نړیوالي تولنې د مرستو په هکله که لږ معلومات راکړﺉ؟

سادات: نړیواله ټولنه هم په دې خوشاله ده چې په افغانستان کې شخصي امنیتي کمپنیو منحل شې او د یو لړ خپل سريو او نا امنيو مخه ونیول شوه، او له موږ سره پوره همغږی او همکاري لري.

مطبوعات: د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معينيت او نورو امنیتي ارګانونو تر منځ څومره همغږي موجوده ده؟

سادات: دعامه ساتنې معینیت د کورنیو چارو وزارت یوه برخه ده او د یوه امنیتي ارګان به توګه د نورو امنیتي ارګانونو تر څنګ خپلې دندې پر مخ بیایي. نو له همدې کبله زموږ موخې سره يو دي او په خپلو منځونو کې ډېره ښه همغږي لرو.

مطبوعات: د کورنیو چارو وزارت د یوې غښتلي جنرال په توګه د افغانستان خلکو ته څه پیغام لرﺉ؟

سادات: خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې د هغوې د ځان او شتمنیو د ساتنې په لاره کې د خپل ژوند تر ورستيو سلګيو  پورې هڅه کوم. همدارنګه باید ووایم چې د عامه ساتنې معینیت د افغانستان د نافذه  قوانینو په رڼا کې د ټولو هېوادولو د امنیت ساتنې له پاره پوره  چمتوالی لري.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د احمدیار ګروپ شرکت مسؤولینو د عامه ساتنې معینیت تآسیس یو نوښت بولي

۱۳۹۲ کال د وری ۴ مه کابل - افغانستان

د احمدیار ګروپ شرکت مسؤولینو د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت کړنې او فعالیتونه په ستاینې سره ددې معینیت تآسیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې لوی نوښت بولي.

د دې شرکت دعمومي مدیر حاجي غرشین په وېنا: دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت تر ټولو ډاډمن او معیاري امنیتي خدمتونه وړاندې کوي، موږ د دې ارګان په موجودیت سره ځان مصؤن بولو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په فرمان د دې معینیت جوړول ډېر ښه او په وخت نوښت دی.

نوموړي د عامه  ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت نه د شخصي امنیتي کمپنېو د منحلولو له پاره په مننه سره ددې معینیت څخه غواړي چې پاتې ټول امنیتي خصوصي شرکتونه باید منحل شي.

د یاد شرکت قوماندان شاه رمضان نظري هم د عامه ساتنې معینیت له مرستې نه مننه کوي او خوښي څرګندوي.دهغه په وینا ساتونکیو سربېره پر مسلکي زده کړو د دیني زده کړو او سپورتي آسانتیاوي هم برخمن دي.

د احمدیار ګروپ شرکت څه باندې یو کال کیږي چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سره امنیتي تړون لیک لاسلیک کړي او اوس مهال څه باندې ۴۹ ساتونکي لري.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د روزنیز مرکز نه ۳۹۴ تنه مداومین د فراغت سندونه تر لاسه کړ

۱۳۹۱ کال د کب ۳۰ مه کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز په ۲۳ مه دوره کې د ننګرهار، بلخ او میدان وردک د محافظتې قطعاتو ۳۹۴ تنه مداومینو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

په هغه محفل کې چې په همدې مناسبت د عامه ساتنې معینیت په روزنیز مرکز کې جوړشوې په پیل کې د قرآن عظیم الشان  څو مبارک آیتونه تلاوت او ورپسی د یاد روزنیز مرکز قوماندان سمونوال عبدالغفار هوټک فارغ شویو مداومینو ته مبارکي وویله او له هغوي څخه یې وغوښتل چې خپل زده کړې په عملي ډګر کې پلي کړي د هغه په وینا: هرڅومره چې د زده کړې په ډګر کې خولې توی کړو د جګرې په ډګر په هغه اندازه د وینې له تویدو څخه مخنیوی کېږي.

وروسته بیا د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د عملیاتي چارو لوي رئیس پاسوال سید کمال سادات فارغ شویو مداومینو ته مبارکي وویله او همدارنګه له نړېوال سلاکارانو په مننې سره زیاته کړه: د خپل هېواد نه د خپل مور په حیث ساتنه وکړﺉ او د خدای ،هېواد او د خلکو په وړاندې په خپلو ژمنو وفادار پاتي شي، پولیس یوه مقدسه دنده ده چې باید په صداقت او ایمانداری ترسره شي.

ښاغلي سادات د عامه ساتنې معینیت د سوق او ادارې مرکز ته په اشارې سره وویل: د عامه ساتنې معینیت د سوق او ادارې مرکز د میلیونونو افغانیو په ارزښت په نوي GPS سیسټم سمبال او د قطارونو د امنیت ساتنې په برخه کې موږ پوره امکانات لرو.

یاد مداومین پس له یوې میاشتنۍ زده کړو د افرادو او وساېطو د تلاشی ، وسلې او نورو نظامي برخو کې د رزول کېدو وروسته خپلو دندو ته ولېږل شول.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د کابل ښاروالی دګودامونو د امینت ساتنې ټولی کنټرول شوه

۱۳۹۱ کال د کب ۳۰ مه کابل افغانستان

دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو رئیس د کابل دښاروالی ګودامونو د محافظتي ټولی څخه لېدنه وکړه.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د دولتي پروژو رئیس سمونوال حبیب الله قبچاق د یوې ګډ پلاوي  په مشری دښاروالی ګودامونو محافظتی ټولی کنټرول، او د هغوی د نظم او ډسپلین ، د پهره داری محلاتو د موقعیتونو او د امنیتي وضعیت څخه لېدنه وکړه.

په پای کې د ښاروالی ګودامونو د محافظتي ټولی قوماندان کاري پلانونونه تر څیړنې لاندې ونیول شول او د یادې ټولی ستونزې اوسپارښتنې  یادداشت او دوی ته د اړونده دندو په هکله لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ترامنیتي پوښښ لاندې ملي او بین المللي پروژې په دوامداره توګه د یاد معینیت د پرسونل

لخوا کنټرولیږي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې معینیت د کانټرک انټرنیشنل سره امنیتي تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۱ کال د کب ۲۹ مه کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د کانټرک انټرنیشنل شرکت څلورو پروژو د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه واخیست.

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مالي او تجارتي چارو لوی ریاست د قراردادونو آمریت د تیرې اونۍ په لړ کې د کانترک انټرنیشنل کمپنی سره نوی امنیتي تړون لاسلیک کړ چې د دغه امنیتي تړون پر بنسټ به د یادې کمپنې د وزیراکبرخان ۲۶۹ سایټ  پروژې ، د KBO پروژې ، د وزیر اکبرخان د ۲۶۱ نمبرپروژې او دپلچرخي O&M سایټ د امنیت مسوولیت د عامه ساتنې معینیت ته وسپارل شو.

همدا ډول نور ډیر کورني او بهرني شرکتونو په دې هڅه کې دي چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي چې د هغو له جملو څخه د یونیکو امتیاز ساختماني شرکت، د هري الفاء انجنیري او

ساختماني شرکت او د تتراتیک کمپنی د قرارداد پروسه د کار لاندې ده.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مالي او تجارتي چارو لوي ریاست د قراردادونو آمریت تر اوسه په سل هاوو امنیتي تړونونه د ملي او بین المللي شرکتونه سره لاسلیک کړي او د هغوی د امنیت ساتنې مسوولیت دغه معینیت ته سپارل شوي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د کوپکه ګلوبل شرکت مسؤولینو د عامه ساتنې معینیت کار او فعالیتونه وستایل

1391 کال د کب 28مه کابل افغانستان

د کوپکه ګلوبل شرکت مسؤولینو دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ساتونکیو د دوامدار کاراو فعالیتونه په ستاینې سره دې معینیت ته د خپل امنیت ساتنې په خاطرد یومصؤن او معیارې ارګان په سترګه ګوري.

د یاد شرکت رییس فلیپ کارتر په وینا: د عامه ساتنې معینیت ساتونکیو په خپلو دندو کې ډېر چټک دي، موږ د عامه ساتنې معینیت د ساتونکیو په شتون سره خپل ځانونه ډاډمن بولو او د امنیت احساس کوو، د فلیپ په وینا یو ښه ساتونکی باید خپل دندې په ښه توګه ترسره کړي او د مجهز یونیفورم په درلودلو سره هره ګړۍ په خپل دنده ولاړ وي، چې له نېکه مرغه موږدعامه ساتنې معینیت په ساتونکي کې یاد ځانګړنې وینو.

یادونې وړ ده چې یاد شرکت څه باندې یو کال کیږې چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سره امنیتي تړون لاسلیک کری ده او ددې شرکت امنیتي چارې د ۳۴ ساتونکیو لخوا پر مخ بیول کېږي .

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې معینیت ملکي کارکونکي د مالي او بودجي په برخه کې وروزل شول

۱۳۹۱ کال د کب ۲۷ مه کابل افغانستان

د عامه ساتني او امنیتي تصدۍ معینیت د مالي  او تجارتي لوی ریاست ۴۸ تنو ملکي کارکوونکو د یو میاشتنی زده کړې  ورسته دفراغت سندونو تر لاسه کړل.

په هغه محفل کې چي په همدې مناسبت دعامه ساتنې معینیت په مقر کې نیول شوي وو، لومړې محفل د قرآن العظیم شان په تلاوت سره  پېل او وروسته د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مقام د دفتر رئیس مل پاسوال غلام سخی رحیمي د خپلو خبرو په ترڅ کې کارکوونکو ته د دا ډول کورسونو جوړول ګټور وبالل او زیاته یې کړه : موږ به لا زیاته هڅه وکړو چې ملکي او نظامي کارکونکو ته په بېلابېلو برخو کې دا ډول نور کورسونه په جوړکو تر څو ټاکل شوي موخو ته په لنډ وخت کې په بریالیتوب سره ورسېږو.

یاد کورس د کارکونکو د ښوونیزو ضرورتونو د ارزیابی پر بنسټ جوړ شوی وو او د کویک بوک، محاسبې او مالیاتو په برخه کې د مسلکي استادانو

لخوا تدریس کېده.

په پای کې هغه تصدیق پاڼې چې د فارغینو لپاره په پام کې نیول شوې وې د ښاغلي رحیمي ، د تجارتي چارو رئیس احمد شعیب شریفي او د یاد کورس استادانو لخوا په ویشلو سره او د یوه پیاوړي او آزاد افغانستان په دعا سره پای ته ورسید.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مالي او تجارتي چارو لوی ریاست د بشري سرچینو آمریت د افغانستان مالي خدمتونو شرکت (Afghanistan Financial Services)  سره د کارکونکو د ظرفیت د لوړوالي په موخه یو شمېر ښوونیز پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي .

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


دعامه ساتنې معین په هرات کې د عامه ساتنې معینیت له قطعاتو نه لېدنه وکړه

۱۳۹۱ کال د کب ۲۷ مه کابل - افغانستان

دعامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معین لو پاسوال عبدالجمیل جنبش په داسې حال کې چې د دې معینیت د تأمیناتو رئیس هم ورسره ؤ د هرات ولایت د عامه ساتنې له مسؤولینو سره ولیدل.

لومړی د عامه ساتنې معین په داسې حال کې چې توریالي ادیانِِي د انصار د۶۰۶ زون قوماندان هم ورسره وو د هرات والي داوود شاه صبا سره ولیدل، د هرات والي د عامه ساتنې معین ته ډاډ ورکړ چې په هرات کې امنیتي وضع ښه شوې او افغان پولیس د خلکو تر منځ د باور وړ دي.

همدارنګه ښاغلی جنبش د اکمالاتې قطارونو د لېږد په اړه خبرې وکړې وویل: د افغانستان د جمهورې دولت د ریاست مقام د ۴۵ او ۶۲ فرمانونو د پلې کېدو په لړ کې ټول شخصي امنیتي شرکتونه چې مخکې تر دې د اکمالاتې قطارونو د امنیت ساتنه دنده لرل منحل شوي او پر ځای د عامه ساتنې معینیت ۱۱ کنډکونه تر اوسه پورې جوړ شوي چې د افغانستان د لوېو لارو د

امنیت ساتنې په برخه کار کوي.

وروسته د عامه ساتنې معین د هرات د امنیې قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافی سره وکتل او دواړو خواو د امنیت د لاټینګښت په اړه وږغېدل.

دعامه ساتنې معین او ورسره پلاوی د هرات د سرحدې ۴ زون او د فراه رود ولسوالې د قطارونو د امنیت ساتنې قطعاتو څخه په جلا جلا لیدنو کې د قطعاتو منسوبینوته لازمې لارښوونې وکړې.

دعامه ساتنې معین او ورسره هئیت ورسته له دوه ورځني سفر له هرات نه بېرته کابل ته راستون شو.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د قطارونو د امینت ساتني د قرارگاوو لپاره ځایونو وټاکل شول

۱۳۹۱ کال د کب ۲۶ مه کابل افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت ګډ پلاوی چې د قطارونو د امنیت ساتنې د کنډکونو د قرارګاه ځایونو د تعینولو لپاره هرات او فراه ولایتونو ته تللي وو، بیرته راستانه شول.

د قطارونو د امنیت ساتنې رئیس مل پاسوال ګل آقا روحاني په مشری د تامیناتو ، قطارونواو د امنیت ساتنې او د مالي او تجارتي لوی ریاستونو ګډ پلاوی هرات او فراه ولایتونو ته ستون شول، چې لومړي یې د ۶۰۶ انصار امنیتی زون معاون، د زون د عامه ساتنې عمومي مدیر، د قطارونو د امنیت ساتنې د کنډکونو قوماندانانو او نورو جګپړو مقاماتو سره په ګده ناسته کې لیدنه وکړه او د دواړو خواوو لخوا د ګډو دندو په هکله هر اړخیزه خبرې اترې وشوې.

ورسته یاد پلاوي د قطارونو د امنیت ساتنې کنډکونو قرار ګاوو لپاره ټاکل شوېو ځایونو څخه لېدنه وکړه او وړ ځایونه یې  دفراه ولایت  ۴۰۳ کسیزی ،

د شینډند ۳۹۹ او د هرات ولایت ۶۴۲ کسیزي قطعاتو د کنډوکونو د قرارګاه لپاره وټاکل.

د یادونې وړ ده چې د قطارونو د امنیت ساتنې ریاست د ایساف ،ناټو او د ملي او بین المللي پانګوالو د اکمالاتي او لوژستیکي قطارونو د بدرقې او امنیت ساتنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت په چوکاټ کې جوړ شوي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د سوق او ادارې مرکز ته ۲۵ تنه نوي کارکوونکې وروپېژندل شول

۱۳۹۱ کال د کب ۲۲ مه، کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معینیت د سوق او ادارې مرکز ته ۲۵ تنه نوي کارکوونکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وروپیژندل شول.

په دغو مراسمو کې د عامه ساتنې معينيت د عملیاتي چارو لوی رييس پاسوال سید کمال سادات، د دفتر رییس مل پاسول غلام سخی رحیمی او د بشري منابعو آمر عنایت الله عزیز ګډون کړی وو.  

په سرکې ښاغلی سادات خبري وګړي او نوي کارکوونکيو ته د مبارکۍ په ویلو سره وویل: نوی کارکوونکيو ته مخ کې له دې چې خپل اړوندو مسؤولیتونه پر غاړه واخلي،  مسلکې زده کړې ورکول کیږې تر څو د خپلې دندې او مسؤولیتونه په اړه لازم معلومات تر لاسه کړي.

وروسته ښاغلی غلام سخی رحیمی خبرې و کړې او نوی کارکوونکي يې

وهڅول چې له هرڅه مخکې خپلو ډندو ته متوجه شي او ټینګار يې وکړ چې د سوق او ادارې مرکز د عامه سانتې او امنیتې تصدۍ  معینیت یوه لویه برخه ده نو په دې اساس باید نظم او دسیپلین د دې مرکز د کارکوونکيو په لومړیتوبونو کې وي.

په پای کې ښاغلی عنایت الله عزیز خبرې وکړې، دعامه ساتنې معینیت د رقابتې آزمویني پر  روڼ والې يې ټینګاروکړ او له دغو کارکوونکيو څخه يې وغوښتل چې د دندو د لایحو پر اساس په رښتنولۍ او امانتدارۍ  سره کار وکړي.

هيره دې نه وي چې یاد  کارکوونکي د هغو  ۲۸۶ داوطلبانو له ډلې څخه دي چې په رقابتې آزموینه کې يې کډون کړي وو او  د لیاقت او وړيتا پر اساس ټاکل شوي دي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د کجکي بند امنيت د عامه ساتنې معينيت ته وسپارل شو.

۱۳۹۱ کال د کب ۲۱ مه کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معینیت له بلک اندویج امنیتې شرکت سره د یو تړوڼ لیک له مخې د هلمند ولایت د کجکې بند دامنیت ساتنې مسوولیت پر غاړه واخيست.

د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معینیت د سوداګری رییس احمد شعیب شریفی په وینا د عامه ساتنې معینیت او بلک اندویج امریکایی شرکت تر منځ چې د هلمند ولایت د کجکې بند د بیارغاونې مسوولیت پر غاړه لري، يو  امنیتې تړوڼ لیک لاسیک شو چې له مخې يې د عامه ساتنې معینیت د هلمند ولایت د کجکې بند د امنیت ساتلو له پاره ساتوونکي ګماري.

ښاغلی شریفی زیاتوې: یاد شوې تړوڼ لیک د ۷۹ میلیونو افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی چې په بدل کې به يې د عامه ساتنې معینیت ۲۰۰ تنه ساتوونکی د دغه پروژي امنیت ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معینیت تر اوسه له ملي او نړیوالو پانګوالو سره د دوه نيم سوه په شاوخوا کې  امنیتې تړونونه لاسیک کړي  چې ياد تړون هم د دغې لړی په دوام لاسلیک شو.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه سانتې او امنیتې تصدۍ معین د اروپایی ټولنې د پولیسو رییس سره و کتل

۱۳۹۱ کال د کب ۲۱مه،  کابل - افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معین لوي پاسوال عبدالجمیل جنبش په خپل کاری دفتر کې د اروپایی ټولني د پولیسو له ر‌ییس کارل اکي روګي سره وکتل.

په سر کې دواړو خواو د عامه ساتنې معینیت د فعالیتونو او لاسته راوړنې په اړه هراړخیزي خبري وکړي.

ښاغلی جنبش د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړو چې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د مسلکې او مجهز پرسونل په درلودلو سره چې ډېری يې لوړې زده کړي لري دمعیاري او ډاډمنو امنیتی خدمتونو په وړاندې کولو سره د ملي او نړیوالو پاګوالو په چوپړ کې دي.

د عامه ساتنې معین د اکمالاتي قطارونو بدرقي ته په اشارې سره وویل: که څه هم د قطارونو د بدرقي پر مهال څه ناڅه امنيتي ستونزي پیښیږې خو د

عامه ساتنې معینیت د دې وړتیا لرې چې د دښمن ټولې دسیسې خنثی کړي، موږ  خلکو ته د خدمت په لاره کې لوي اهداف لرو او تر اوسه پورې هم په دې لاره کې لويې لاسته راوړنې لرو.

ورپسې ښاغلی کارل د عامه ساتنې معینیت وروستي فعالیتونه د افغانانو له پاره  یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

هغه همدارنګه دافغان ملي پولیسو وړتیا ته په اشاري سره وویل: د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې له افغان ملي پولیسو سره مخالفت به ور ته په ډېره ګرانه بيه تمام شي.

په پای کې ښاغلی جنبش او روګې د عامه ساتنې معینیت د سوق او ادارې له مرکز نه لیدنه وکړه چې له امله يې د دغه مرکز جوړول د معینیت له پاره لویه لاسته راوړنه وبلل شوه.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې معين د امريکا د متحده ايالتونو د قانون پلي کولو او حاکميت چارو د همغږۍ له رئيس سره وکتل

د ۱۳۹۱ کال د کب ۲۰ مه، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنيتي تصدۍ معين لوی پاسوال عبدالجميل جنبش د خپل کار په دفتر کې د امريکا د متحده ايالتونو د قانون پلي کولو او حاکميت د همغږۍ له رئيس استفن مک فارلند سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې موخه د دولتي، نادولتي او بين المللي پروژو او د اکمالاتي قطارونو د بدرقې په برخه کې د معينيت د لاسته راوړنو او وړتيا د څرنګوالي ارزول وو، هر اړخيز بحث وشو. همدارنګه د هغو امنيتي خصوصي کمپنيو د سرنوشت په اړه چې ډيپلوماټيک او ناديپلوماټيک جوازليکونه لري، خبرې اترې وشوې.

لوی پاسوال جنبش په خپلو خبرو کې د عامه ساتنې په محافظتي وړتياوو  ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دغه معينيت د هېواد په کچه د ټولو ملي او بين المللي تاْسيساتو د ساتنې او د قطارونو د بدرقې وړتيا لري.

ورپسې ښاغلي فارلند په خپلو خبرو کې د عامه ساتنې معينيت له لاسته راوړنو څخه خوښي وښوده او ويې ويل: د عامه ساتنې معينيت په لږ وخت کې ډېرې ښيې لاسته راوړنې لري او د امريکا متحده ايالتونه  به له دغه معينيت سره په بېلابېلو برخو کې  مرستې وکړي.

په پام کې ده چې د عامه ساتنې معينيت په نېږدې راتلوونکې کې د آيساف او ناټو ( د شمالي انتلانتيک سازمان) د کمپونو او تاْسيساتو امنيت ساتنې مسؤوليت هم پر غاړه واخلي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د نيشنل فيول امنيتي چارې ډاډمنې دي

د ۱۳۹۱ کال د کب ۲۰ مه، کابل ـ افغانستان

د نیشنل فیول شرکت چارواکيو د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ ځواکونو کړنې وستایلې او هغه یې د امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو  تر ټولو ډاډمن ارګان وباله.

د نیشنل فیول شرکت  استازي حاجي بهادر د دغه شرکت د محافظتي قطعې  د فعالیتونو او کړنو په اړه خوښي وښوده  او زياته يې کړه: د نیشنل فیول شرکت  امنیت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ۱۳۲ ساتونکو له خوا نیول شوی چې په منظم محافظتي یونیفورم سمبال او په ټاکل شوېو محالاتو کې خپلې دندې په ښه توګه  پر مخ بيايي.

 ښاغلي بهادر د خپلو خبرو په ترڅ کې له نورو پانګوالو څخه وغوښتل چې د خپلو دفترونو د ساتنې او د سوداګرۍ  د ودې له پاره د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي.

د یادولو ده چې د نیشنل فیول شرکت چې د تیلو واردولو لوي شرکت دی، مرکزی دفتر يې په کابل او نورې څانګې یې په حیرتانو بندر او بلخ ولایت کې دي او له ترکمنستان هېواد څخه تيل راواردوي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د عامه ساتنې معينيت ۲۳۶ امنيتي قراردادونه لاسليک کړي

د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۹ مه، کابل ـ افغانستان

د عامه ساتنې او امنیتې تصد‌‍‌‌‌ۍ معینیت د قراردونو آمریت د ۱۳۹۱ کال د فعالیتونو په لړ کې له ملې او بين المللي  پانګوالو او شرکتونو سره يو زيات شمېر امنيتي قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د دغه آمريت آمر احمد سلیم صحاح په دې اړه وویل: د عامه ساتنې او امنیتې تصدۍ معینیت د قراردادونو آمریت د دغه معینیت له تاْسیس څخه تر اوسه  ۲۳۶ بېلابېل امنیتی تړونونه لاسلک کړي، چې ۲۰ يې د دولتې پروژو په برخه کې، ۸۱ يې له نړیوالو پانګوالو سره، ۱۱۳ يې له ملي پانګوالو سره او  ۲۲ يې د آیساف د اکمالاتي قطارونو د ساتنې له پاره لاسليک شوي دي.

د صحاح په وینا؛ د امنیتې تړونونو د لاسلیک له پاره لومړی باید امنیت غوښتونکي شرکتونه خپل وړاندیزونه د عامه سانتې او امنیتې تصدۍ معینیت ته وسپاري چې تر امني سروې او د اړتيا د ثبت جدول له ډکولو وروسته معينيت په رسمي توګه د هغوی امنيتي مسؤوليتونه پر غاړه اخلي.

همدارنګه په پام کې ده چې د عامه ساتنې معينيت به د يو تړون ليک پر اساس د ۱۳۹۲ کال په پيل کې د آيساف او د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت د کمپونو او تاْسيساتو د امنيت ساتنې مسؤوليت هم پر غاړه واخلي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د سولې بنسټ مسوولان د عامه ساتنې معينيت له امنيتي خدمتونو څخه خوښ دي.

د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۶، کابل ـ افغانستان

د سولې بنسټ (ROOT OF PEACE)چارواکي د عامه ساتنې معينيت د بين المللي پروژو د امنيت ساتنې په برخه کې يو ښه مسلکي او ډاډمن امنيتي ارګان بولي. نوموړي زياته کړه چې د عامه ساتنې معينيت سره تر تړون مخکې د صلاح الدين په نوم له يوه امنيتي خصوصي کمپنۍ سره امنيتي تړون لاسليک کړ چې د دغه بنسټ د کارونو پر وړاندې يې خنډونه جوړول او يو ډول بې نظمي يې جوړه کړې وه. خو د عامه ساتنې د ساتوونکيو په شتون موږ د هوساينې احساس کوو او کومه ستونزه نه شته. 

د سولې بنسټ چې له ۱۳۸۳ کال راهيسي په کرنيزه برخه کې په افغانستان کې فعاليت لري، د هېواد ۳۴ ولايتونه يې د خپل فعاليت تر پوښښ لاندې راوستي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


د امريکايي پوهنتون امنيت ډاډمن دی.

د ‍۱۳۹‍۱ کال د کب ۱۵ مه، کابل ـ افغانستان

په کابل کې د امريکايي پوهنتون چارواکي د عامه ساتنې معينيت د امنيتي خدمتونو په برخه کې يو ډاډمن ارګان بولي او زیاتوي چې  د دغه پوهنتون امنيت د عامه ساتنې د ساتوونکيو له خوا نيول شوی او فضاء يې له امنيتي پلوه خورا ډاډمنه ده.

نوموړي زياته کړه چې دوی له امنيتي ساتوونکيو سره د همغږۍ اوونېزې غونډې لري، ستونزې تشخصوي او په ګډه سره هغو ته رسيده ګي کوي چې دې کار د پوهنتون امنيتي فضاء ډاډمنه کړې ده.

د دغه پوهنتون د امنيټي ټولي قومندان دويم څارن احمد منصور هم د دغه پوهنتون او د هغه د اړوندو ليليو او ميلمستونونو امنيت ډاډمن وباله او زياته يې کړه چې دغه محافظتي ټوله د هر ډول ګواښ د کابو کولو وړتيا لري او محصلين کولی شي په آرامه او ډاډمنه فضاء کې خپلې زده کړې وکړي.

د يادولو ده چې د افغان امريکايي پوهنتون په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې په کابل

کې فعاليت پيل کړی چې امنيتي چارې يې د امنيتي تړون پر اساس د عامه ساتنې معينيت له خوا پر مخ بيول کېږي.

د مطبوعاتو او نشراتو عمومي مديريت


له کنټرول رسک امنيتي شرکت څخه ۵۰ ميله وسله راټوله شوه.

د ۱۳۹۱ کال د کب ۱۴ مه، کابل ـ افغانستان

 

 

 

مینو             

کور پانه

خبرونه

د معینیت په اړه

مشرتابه

روزنیز مرکز

انځورونه

پوښتنی او ځوابونه

د پیریدونکیو له پاره

د خطر کابوکولو او امنیتی شرکتونو له پاره

اړین اړیکی

استخدام

تدارکات

اړین سندونه

د کارکوونکو له پاره

له موږ سره اړیکی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

COPYRIGHT 2012, APPF IT GENERAL DIRECTORATE