استخدام

په معينيت کې د خالي بستونو له پاره دلته کليک وکړ!

د عامه ساتنې معينيت ته د لیږد پروسې د برياليتوب راز تر ډېره  دغه معينيت ته د امنيتي خصوصي کمپنيو د ساتوونکيو په لېږد پورې اړه لري. د عامه ساتنې معينيت د خپل مهم او حياتي ماموريت د بشپړولو له پاره چې ملي او بين المللي  سوداګريزو  بنسټونو ته د امنيتي خدمتونو وړاندې کول او د اکمالاتي قطارونو د امنيت ساتل دي، د هېوادوالو مرستې او تجربې ته اړتيا لري. هغه ساتوونکي چې له خصوصي سکتور څخه د عامه ساتنې معينيت ته لېږدول کېږي، د پخوا په اندازه معاشونه او يو لړ نور امتيازونه هم ورکول کېږي. ساتوونکي د ملکي خدمتونو د کارکوونکيو په توګه پېژندل کېږي او لاندې امتيازونه ورکول کېږي:

        معاش +  په هغو سيمو کې چې په لوړ کچه امنيتي ګواښ  شتون ولري امتيازي معاشونه؛

        د تقاعد ورکول؛

        په کال کې شل ورځې تفريحي رخصتي  او د رخصتيو د ورځو معاش؛

        په کال کې شل ورځې د ناروغۍ رخصتي او د رخصتيو د ورځو معاش؛

        په کال کې لس ورځې عاجله رخصتي او د رخصتيو د ورځو معاش؛

        د ډوډۍ مصارف ( د عامه ساتنې معينيت د پېرېدونکيو له خوا ورکول کېږي)؛

        اوسنۍ رتبه او د مهارتونو درجه د لېږد پر مهال په يوه دوسيه کې د عامه ساتنې معينيت ته استول کیږی.

 

ساتوونکيو ته په وخت سره مناسب معاش ورکول کېږي.

       په دغه ويډيو کې په عامه ساتنې معينيت کې د کارکولو ښيې ګڼې بيان شوي دي.

د اعلان پای نیته

د بست سرلیک

بست

شمیره

       
       
 

مینو:              

کور پانه

خبرونه

د معینیت په اړه

مشرتابه

روزنیز مرکز

انځورونه

پوښتنی او ځوابونه

د پیریدونکیو له پاره

د خطر کابوکولو او امنیتی شرکتونو له پاره

اړینی اړیکی

استخدام

تدارکات

اړین سندونه

د کارکوونکو له پاره

له موږ سره اړیکی

 

 

 

COPYRIGHT 2012, APPF IT GENERAL DIRECTORATE