د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزی د بریښنا شرکت له استازي سره د شبرغان – دشت‌الوان د ۵۰۰ کیلوواټه او د دوشي – بامیان د ۲۵۰ کیلوواټه بریښنا د مزو د امنیتي قرارداد پر څرنګوالي خبرې وکړې. په دغه لیدنه کې پریکړه وشوه چې دواړه لوري به د سیمې د امني سروې چارې تر بشپړیدو وروسته قرارداد لاسلیک کړي. ښاغلي نورزي ژمنه وکړه او ویې ویل: دا چې یادې پروژې له اقتصادي پلوه د افغانستان له‌پاره ځانګړی ارزښت لري، د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځواکونه به د دغو پروژو د امنیت د ټینګښت په برخه کې هیڅ ډول هڅه او تلاښ ونه‌سپموي.