د عامه ساتنې ملي تصدۍ د تعیناتو بورډ د یادې ادارې لوی رئیس قیس باوري په مشرۍ ترسره کیږي. یاد بورډ په اونۍ کې یوځل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عالي موخو د تحقق، د اصلاحاتو د رامنځته کولو، کار اهل کار ته د سپارلو او د یاد ریاست اړوند تشو بستونو ته د وړ کسانو د ګمارلو په موخه ترسره کیږي او په پایله کې هغه افسران او ساتنمنان، چې غواړي د عامه ساتنې ملي تصدۍ په چوکاټ کې دنده ترسره کړي، د تعیناتو بورډ تر هراړخیزې آرزونې او تائیدۍ وروسته د منظورۍ د ترلاسه کولو په پار د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون لوی ریاست ته پیژندل کیږي.