دعامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس د یاد ریاست د ښځینه‌منسوبینو د وړتیا لوړونې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت دعامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري د یاد ریاست د ښځینه منسوبینو د وړتیا لوړونې له هغه ښوونیز بهیر څخه، چې تیره اونۍ پیل شوی ؤ لیدنه وکړه؛ ترڅنګ یې د یاد ریاست د قرارګاه استحکامات او ددغې ادارې د بیارغونې چارې چې تر کار لاندې وې، له نږدې څخه وڅارلې.

ښاغلي باوري اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مسلکي – نظامي زده‌کړو او د بیارغونې چارو د کیفیت ښه‌والي ته جدي پاملرنه وکړي.