د دولتي پروژو د ساتنې ریاست سرپرست د مچلغو بند له محافظتي قطعې څخه لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د دولتي پروژو د ساتنې ریاست سرپرست مل‌پاسوال محمد ایاس اکبري د یو هیئت په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د مچلغو بند د امنیتي څرنګوالي او امکاناتو تر ارزونې وروسته، د مچلغو بند محافظتي قطعې د نظامي‌تجهیزاتو د اکمال او د پرسونل د زیاتوالي په‌پار اړین راپورونه  د یاد ریاست له رهبرۍ سره شریکې کړې.

سره له‌دې چې ښاغلی اکبري د مچلغو بند په اړوندو سیمو کې امنیتي ننګونې مني اما زیاتوي: دغه ننګونې د یاد بند د جوړولو  بهیر مخه نه‌شي نیولای او په‌دغه سیمه کې امنیت د اندیښنې وړ نه‌دی.